سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهنن د ماینونو د خطر د پوهاوي ورځ ده

نن د ماینونو د خطر د پوهاوي ورځ ده

تاند – نن د ماین د خطر د پوهاوي نړیواله ورځ ده. دا ورځ ښايي په اکثرو هیوادونو کې معنا ونه لري او څوک پرې خبر هم نه شي خو د افغانستان په شان هیواد چې لږترلږه څلور لسیزې یې جګړه لیدلې، د ماین ورځ خاص اهمیت لري. دا ورځ یو وار بیا په داسي حال کې راځي چې لا هم هم افغانان د ماینونو قرباني کېږي او لا هم افغانستان د ماینونو له کبله د نړۍ یو خطرناک هیواد دی.

د ماین تر ټولو وروستۍ پېښه د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴ د مارچ په ۳۱ مه) په غزني کې وشوه چې په لړ کې یې ۹ ماشومان ووژل شول.

تېر کال په دې مناسبت سره صلیب نړیوالې کمېټې او ملګروملتو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې لا هم هر کال سلګونه کسان د ماینونو په چاودنو کې مړه کېږي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) وايي، په تېرو ۳۵ کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ زره ملکیان په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ملګروملتو له ماینونو سره د مبارزې ادارې د دې ورځې په مناسبت د تېر کال په راپور کې  ویلي و چې له ۱۹۸۹ م کال راهیسې تراوسه پورې نژدې ۵۶ زره ۹۲۳ تنه ملکي افغانان د ماینونو او ناچاودو مرمیو په چاودنو کې مړه شوي دي.

د ملګروملتو پر اساس، په متوسط ډول هره میاشت ۱۱ تنه افغانان د ماینونو د چاودنو له کبله له ژونده بې برخې کیږي.

په ۲۰۲۱ م ګال د ماینونو په قربانیانو کې ۹۹ سلنه د هغو ماینونو یا چاودېدونکو موادو له کبله وه چې د وسله والو جګړو په ترڅ کې په لارو کې اېښودل کېدل. په همدې کال د ټولو قربانیانو ۷۹ سلنه ماشومان وو.

ملګري ملتونه وايي، د ماین پاکۍ موسسو په افغانستان کې له ۱۹۸۹ کال څخه تراوسه پورې څه باندې ۱۹ میلیونه ناچاودلي مرمۍ او ۷۵۹ زره ماینونه شنډ کړي دي.

د ملګروملتو پر اساس، دغو موسسو په افغانستان کې ۳۳ زره د نقلیه وسایطو ضد ماینونه هم پاک کړي دي.

د ماین پاکۍ موسسې توانېدلي چې په یاده موده کې ټولټال ۲۷ زره ۸۳۳ خطرناکې سیمې یا ۳۰۱۱ کیلومتر مربع ساحه له ماینونو او نورو چاودېدونکو موادو څخه پاکه کړي.

په تېر یو کال کې په ځلونو د ناچاودو سرګلولو په چاودنو کې د ماشومانو د مړینو خبرونه خپاره شول او له دې معلومیږي چې لا هم د ماینونو او ناچاودو سروکو (سرګلولو) په اړه د خلکو پوهاوی کم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب