Homeخبرونهمشهور کومېډین میراوس ومړ

مشهور کومېډین میراوس ومړ

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۱۴مه】‏د پښتو مشهور کومېډین حیات الله، چې په میراوس مشهور وو؛ د ۷۰ کالو په عمر ومړ.

نوموړی د شکرې ناروغۍ له امله په خیبرپښتونخوا کې مړ شو.

هغه څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو،چې د شکرې ناروغۍ له امله یې یوه پښه پرې شوې او د بلې پرې کېدو امکان هم شته دی.

میراوس د یو شمېر تلویزیونونو په شمول، ډېرو پښتو خپرونو کې کار کړی دی.

د نوموړي د کومیډي کیسو او سندرو ډېر البمونه هم خپاره شوي دي.

میراوس همدارنګه په بهرنیو هیوادونو کې هم د پښتنو لپاره پروګرامونه ترسره کړي او خپل هنر یې تر هغوی رسولی دی.

هغه د پښتنو او حجرو او مجلسونو کې د ټوکو د راوي په توګه ولسي محبوبیت لري او زیاتره ټوکې یې د پښتنو په ټولنه کې په ورځنیو محاورو بدلې شوې دي.

حیات الله «میراوس» په ۱۹۵۵ ز کال کې د چارسدې په تنګي کې زېږېدلی و او د ۷۰ کالو په عمر ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...