تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۴ مه) د پاکستان د پوځ یو متقاعد جنرال، انعامالحق په ایکسپریس ټریبیون، ۲۰۲۵ د اپریل ۳مه کې په یوه شننه کې د افغانستان په اړه د پاکستان او نورو هیوادونو د پالیسۍ د ناکامي علتونه او حللارې څېړلي دي.
متقاعد جنرال انعام الحق لیکلي، د ونسټن چرچل دا خبره مشهوره ده چې شوروي روسیه یې «په یوه راز کې دننه یو پېچلی راز» بللې وه. دا تشریح پر اوسنۍ افغانستان هم صدق کوي، لکه څنګه چې د معاصرې نړۍ تکراري ناکامۍ دا ثابتوي. زما څېړنې ښيي چې د دې ستونزې اساسي لامل د هغو سیاست جوړوونکو او افغان پېژندونکو، چې د افغانستان له چارو سره سروکار لري، د افغانانو د (سوشیوانتروپولوجي) بشري – ټولنیز ناسم درک دی.
د افغانستان اسلامي امارت اوسنی سیاسي جوړښت د قندهار-پکتیا پر بنسټونو ولاړ دی. (لیکوال وايي، غوره بولي چې په انګلیسي کې هم د کندهار پر ځای قندهار ولیکي – پهQ) قندهار، یا لوی قندهار، هغه ځای دی چې د طالبانو تحریک د ملا عمر تر مشرۍ لاندې وزېږېد. ملا عمر، چې د دیني مدرسې زدهکوونکی و او خپله رسمي زدهکړه یې د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې د جګړې له امله پرېښوده، خپلې مهمې پرېکړې یې، لکه د اسامه بن لادن د سپارلو موضوع، دیني عالمانو ته سپارلې. د دې تسلسل د مولوي هبتالله اخندزاده تر مشرۍ لاندې دوام لري.
انعام الحق زیاتوي، قندهار د طالبانو د تحریک اصلي محرک او مرکز دی او له بهرني حضور نیولې د نجونو تر زدهکړو پورې هر څه د مذهبي لیدلوري له مخې تحلیلوي. له همدې امله، زه تل مشوره ورکوم چې له قندهار سره د “مذهبي ډیپلوماسۍ” له لارې تعامل وشي.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وياند، عبدالقهار بلخي، په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا موضوع نوره هم روښانه کړه. نوموړي، چې روانه انګلیسي وایي، له امریکا سره د اړیکو د ښهوالي غوښتنه وکړه او د استخباراتي همکارۍ شتهوالی یې تایید کړ، د داعش خراسان ګواښ یې مبالغه وباله، او د پاتې امریکايي نظامي وسایلو د نه سپارلو موقف یې تکرار کړ. بلخي، د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو زدهکړې او کار، په اړه بېځوابه و، دا یې د افغانستان داخلي مسئله وبلله.
لویه پکتیا او د حقاني شبکې موقف
لویه پکتیا (پکتیا، پکتیکا، خوست، او ننګرهار) د ځدراڼ قبیلې سیمه ده، چې د حقاني شبکې مرکز بلل کېږي. جلالالدین حقاني او اوسنی مشر یې، سراجالدین حقاني، له شمالي وزیرستان سره د نژدې اړیکو له امله، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) طبیعي ملاتړي پاتې شوي.
د حقاني شبکې مشرانو د شوروي پر ضد د جهاد له وخته له پاکستان، ISI، او امریکا سره نرم چلند کړی. خو اوس، د TTP شتون د دوی لپاره یوه معما ګرځېدلې، ځکه چې دا نه یوازې د دوی لپاره یو دروند بار دی، بلکې د نړیوالو اړیکو لپاره یې هم ستونزې پیدا کړې دي.
په عین وخت کې، قندهار او لویه پکتیا د TTP د موضوع پر سر اختلاف لري. قندهار نه غواړي چې له پاکستان سره د اړیکو خرابولو سبب شي، خو د حقاني شبکه ټي ټي پي د احتمالي داخلي شخړو لپاره د یوې وسیلې په توګه ساتي. سراجالدین حقاني د قندهار له تګلارې ناخوښ ښکاري، او د ده وروستي بهرني سفرونه ښيي چې هغه دې ته لېوال دی چې خپلواک حیثیت یې خوندي وي.
د پاکستان لپاره د حل لاره
پاکستان باید:
- له قندهار سره مذهبي ډیپلوماسي ته دوام ورکړي.
- د دوحې تړون ته ژمن پاته شي.
- د ترهګرۍ پر ضد بېرحمانه مبارزه وکړي.
- حقاني شبکې ته د ټي ټي پي د مسئلې د حل یوه لاره پیدا کړي.
په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د پاکستان ملي ګټې نغښتي دي، خو که TTP مهار نه شي، دا متزلزل تعادل به له منځه ولاړ شي. که د شمالي ټلوالې پاته شوني، د طالبانو ناراضه عناصر، او د پخواني جمهوري نظام پلویان سره یو شي، نو یو بل سیاسي بدلون شونی دی. دا بیا د افغانستان د کورنۍ جګړې یا تجزیې خطر رامنځته کولی شي.