پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهپه پاکستان کې د مارچ میاشت د ۲۰۱۴ له جنورۍ وروسته تر...

په پاکستان کې د مارچ میاشت د ۲۰۱۴ له جنورۍ وروسته تر ټولو خونړۍ وه

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۴ مه) په پاکستان کې د سږ کال مارچ میاشت د وسله‌والو بریدونو او امنیتي عملیاتو د شدت له کبله خونړۍ وه، او د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتیوت (PICSS) د معلوماتو له مخې، په دې میاشت کې د وسله‌والو بریدونو شمېر د ۲۰۱۴ کال له نوومبر راپه دې خوا په لومړی ځل تر ۱۰۰ واوښت.

د دې څېړنیز مرکز د راپور له مخې، په مارچ کې ۱۰۵ وسله‌وال بریدونه وشول، چې له امله یې ۲۲۸ کسان ووژل شول. په وژل شویو کې ۷۳ امنیتي سرتېري، ۶۷ ملکي وګړي، او ۸۸ وسله‌وال شامل وو. سربېره پر دې، ۲۵۸ کسان ټپیان شول، چې ۱۲۹ امنیتي سرتېري او همدومره ملکي وګړي وو.

امنیتي ځواکونو هم د خپلو وسله والو مخالفانو پر ضد عملیات زیات کړل، چې په پایله کې يې ۱۰۷ کسان ووژل شول، چې ۸۳ وسله‌وال، ۱۳ امنیتي سرتېري، او ۱۱ ملکي وګړي پکې شامل وو، او ۳۱ نور ټپیان شول، چې ۹ تنه امنیتي سرتېري او ۴ وسله‌وال وو.

په عمومي ډول، د وسله‌والو بریدونو او امنیتي عملیاتو له امله ۳۳۵ کسان ووژل شول، چې ۸۶ امنیتي سرتېري، ۷۸ ملکي وګړي، او ۱۷۱ وسله‌وال پکې شامل وو.

د وسلوالو فعالیتونو د معلوماتي بانک (MD) له مخې، د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې د ۲۰۱۵ کال له اګست راهیسې تر ټولو ډېر کسان په وسله والو نښتو او بریدونو کې وژل شوي دي. دا میاشت د ۲۰۲۳ له جنورۍ راهیسې، چې ۱۱۴ سرتېري پکې ووژل شول، د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونې وه. په تېرو لسو کلونو کې، دا د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو دوهمه خونړۍ میاشت وه، چې یوازې د ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې تر دې ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

د ځانمرګي بریدونو زیاتوالی

په مارچ کې ۶ ځانمرګي بریدونه ثبت شول، چې دا په وروستیو کلونو کې په یوه میاشت کې تر ټولو زیات شمېر دی. دې بریدونو ۵۹ کسان ووژل، چې ۱۵ ملکي وګړي، ۱۱ امنیتي سرتېري، او ۳۳ وسله‌وال پکې شامل وو، او ۹۴ نور کسان ټپیان شول، چې ۵۶ امنیتي سرتېري او ۳۸ ملکي وګړي وو.

د دې بریدونو درې په بلوچستان، دوه په خیبر پښتونخوا، او یو په پخوانۍ فاټا (چې اوس د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو برخه ده) کې وشول.

تر ټولو اغېزمنې صوبې

بلوچستان او خیبر پښتونخوا د بریدونو له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې صوبې پاتې شوې.

د مارچ ۱۱مه، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) د بشیر زېب ډلې له خوا د جعفر ایکسپریس د یرغمل نیولو پېښه د یادونې وړ وه، چې پکې لږ تر لږه ۲۶ یرغمل شوي کسان او ۳۳ وسله‌وال ووژل شول.

نه یوازې د دې پېښې بلکې د ګڼو نورو پېښو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه د پاکستان د وسله والو مخالفانو شمېرې توپیر لري. هغوی د اوښتو مرګ ژوبلو شمېر تر دې خورا ډېر ښيي.

د ریلګاډي د پېښې تر څنګ په بلوچستان کې درې ځانمرګي بریدونه، یو موټربم برید ترسره شو.

یو ښځینه ځانمرګې، چې ویل کېږي د بلوچستان د ازادۍ پوځ BLA په حیربیار مري ډلې (BLA-Azad) پورې تړاو لري، یو برید کړ، او بل برید د BLA د بشیر زېب ډلې له خوا وشو.

د یوه بل مشکوک ځانمرګي برید، چې د بلوچستان ملي ګوند BNP-منګل ډلې (حکومت پلوه) پر غونډه ترسره شو، مسوولیت چا په غاړه وانه خیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...