یکشنبه, مې 5, 2024
Home+ناټو تړون څنګه او ولې جوړ شو؟

ناټو تړون څنګه او ولې جوړ شو؟

تاند (اپریل۴) له نن څخه ۷۵ کاله پخوا د ۱۹۴۹ میلادي کال په دې ورځ د شمالي اتلانتیک «ناټو» تړون په واشنګټن کې لاسلیک شو. د دې تړون له لاسلیکېدو سره سړه جګړه یوه نوي پړاو ته داخله شوه.

د دې تړون د پنځمې مادې پر اساس د ناټو هیوادونه ژمنه کوي چې که په هر غړي هیواد یې یرغل وشو، بل به یې ملاتړ کوي.

په پراګ کې (پخوانۍ چک او سلواکیا) د ۱۹۴۸ میلادي کال د فبرورۍ د پنځه ویشتمې نېټې کودتا یو خبرداری و چې امریکا، کاناډا او د لوېدیځې اروپا لس نور هیوادونه پرېکړه وکړي چې د ستالین په مشرۍ د ختیځ بلاک د احتمالي یرغل په وړاندې مقابله وکړي.

دوی د دې کار لپاره د شمالي اتلانتیک تړون وکړ.

د ناټو تړون لومړني غړي دا هیوادونه وو: د امریکا متحد ایالتونه، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، بلجیم، فرانسه، ناروې، هالنډ، پرتګال، ډنمارک، ایټالیا او بلجیم.

د دې تړون له جوړېدو لږ وروسته ترکیه، یونان او بیا فدرالي جرمني هم ورسره ملګري شول.

د ۱۹۵۵ میلادي کال د مې په څوارلسمه شوروي اتحاد د ناټو تړون د جوړېدا په وړاندې په عکس العمل کې له خپلو اوو اقمارو سره د وارسا په نوم تړون جوړ کړ.

د شوروي اتحاد په اقمارو کې بلغاریا، پولنډ، البانیا، هنګري، رومانیا، چک او سلواکیا او ختیځ جرمني شامل ول. سره له دې چې دا تړون د پولنډ د مرکز وارسا په نوم یادېده خو د هغه قومانده او ټول واک د مسکو په لاس کې و خو د ناټو ترون قومانده د اتلانتیک شورا په غاړه وه.

دا دوه تړونونه تر هغو په نړۍ کې د توازن رامنځته کوونکي ګڼل کېدل چې شوروي اتحاد دړې وړې شو او وارسا نه یوازې ختمه شوه بلکې اکثره غړي یې یا په ناټو کې شامل شول او یا هلې ځلې کوي چې په ناټو تړون کې د غړیتوب شرایط ومومي.

ناټو تړون اوس ۳۲ غړي لري چې ۳۰ یې په اروپا او دوه نور په شمالي امریکا کې دي.

شمالي مقدونیا د ۲۰۲۰ د مارچ په ۲۷ د ناټو غړې شو ه. خو وروستی هیوادونه چې د ناټو غړیتوب یې ترلاسه کړ فنلنډ (۲۰۲۳) او سویډن (۲۰۲۴) دي،

1 COMMENT

  1. ناتو NATO چې د انګلیسي نوم مخفف دی عبارت له North Atlantic Treaty Organization په فرانسوي ژبه OTAN یا Organisation du traité de l’Atlantique Nord څخه عبارت دی.
    موسس غړي یې د امریکا متحده ایالتونه ، بریتانیا، بلجیم، کانادا، دنمارک، فرانسه، ایسلند، ایتالیا، لوکزامبورگ، هالند، ناروی او پرتگال دي . مقر یا د دې سازمان اصلي دفترونه د بلجیم هېواد په مرکز بروکسل کې دي .
    د ناتو سازمان په نړۍ کې تر ټولو لوی سیاسي – نظامي سازمان دی چې د ټولو غړو هېوادونو شمېر یې 32 ته رسیږي .
    مونته نګرو په 2017 کال کې ، شمالي مقدونیه په 2020 کال کې فنلند په 2023 کال او سویدن د سږني 2024 کال د مارچ په 7 د دې پیمان غړیتوب تر لاسه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب