تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۳ مه) لږ تر لږه شپږ کسان د افغانستان په مرکزي برخه کې د نن شپې په شدیده زلزله کې، چې شدت یې د ریښتر ۵.۸ درجې ثبت شوی، مړه شوي دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي چې دا شپږ تنه د کابل ولایت د بګرامۍ ولسوالي د یوه کور د نړېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
له بلې خوا د کابل والي ویلي چې لږترلږه ۸ تنه مړه شوي دي.
همداراز یو کس لا هم بې درکه دی.
د جرمني د ځمکپوهنې څېړنیز مرکز په وینا، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۱۸۱ کیلومتره لاندې، د ګرینویچ په وخت ۱۶:۱۲ بحې وشوه.
د اروپا د زلزله پېژندنې د مرکز پر اساسو د زلزلې اصلي مرکز په کندوز ولایت کې و.
په پیل کې د زلزلې شدت ۵.۹ درجې اټکل شوی و، خو وروسته ۵.۸ ته راکم کړل شو.
د کابل یوه اوسېدونکي، عبیدالله بهیر، ویلي چې د زلزلې ټکانونه یې په کابل ښار کې احساس کړل او خلک وارخطا له کورونو وتلو ته اړ شول.
د دې زلزلې ټکانونه د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد، خیبر پښتونخوا ایالت، او د ګلګت-بلتستان په شمالي سیمه کې هم احساس شوي دي.
همداراز ټکانونه په هندي کشمیر او نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په لومړني راپور کې د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶.۱ درجې ښودلی و.
تېر کال د اګست په میاشت کې، د افغانستان ختیځ د یوې ویجاړونکې زلزلې شاهد و چې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۴۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.
لا هم د کونړ زرګونه کسان د تېر کال د زلزلې له کبله بې کوره دي او د پاکستان د بمباریو له کبله یې کړاوونه لا زیات شوي دي.
همداراز د نوومبر په میاشت کې، د ۶.۳ درجې یوې زورورې زلزلې د افغانستان په شمال کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل او نژدې ۱۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.