Homeخبرونهتازه خبر: کابل کې د نن شپې زلزلې ۸ تنه مړه کړل

تازه خبر: کابل کې د نن شپې زلزلې ۸ تنه مړه کړل

تاند ( جمعه د وري ـ حمل ۱۴مه) کابل کې د طالبانو د ولایت له مقام خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نن شپې زلزلې له امله د بګرامیو ولسوالۍ د ګوسفند‌ درې سیمه کې یو استوګنیز کور نړېدلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او یو تن نادرکه دی.

دغه راز بیا تاز د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویاند یوسف حماد وايي، چې د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ اړوند ګوسفندرې سیمه کې د نن شپې زلزلې له امله د یوه کور نړېدو پېښه کې ۸ تنه مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.

دغه زلزله د شپې شاوخوا نهه بجې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې داسې مهال وشوه چې، اوس هم په ځینو ولایتونو کې باران ووري او زیات خلک د سیلابونو له خطر سره مخ دي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه د ۵.۸ درجې زورورې زلزلې چې مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالي ښودلی، خبر ورکړ.

یادې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې ژوروالی ۱۸۶ کیلومتره ثبت شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب