Homeخبرونهچین وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په تدریجي ډول مخ‌ته...

چین وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په تدریجي ډول مخ‌ته روانې دي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) د چین د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جدي شخړو د کمولو لپاره خبرې په تدریجي ډول پر مخ روانې دي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې دواړو لورو د بیجینګ د منځګړیتوب هرکلی کړی او چمتو دي چې خبرې بېرته پیل کړي.
هغې وویل: «دا یو مثبت پرمختګ دی»، او زیاته یې کړه چې چین لا هم له دواړو حکومتونو سره نژدې اړیکه ساتي.

بیجینګ، چې له دواړو هېوادونو سره ګډه پوله لري، په وروستیو میاشتو کې خپل دیپلوماتیک فعالیتونه زیات کړي دي، چې پکې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټېلفوني خبرې او د مارچ په میاشت کې د ځانګړي استازي سفر هم شامل دي.

چین ځان د اسانچاري یا منځګړي په توګه وړاندې کړی، چې هدف یې د خبرو لپاره مناسب شرایط برابرول او د مذاکراتو لپاره یو پلیټفارم جوړول دي.
ماو نینګ وویل چې نور جزییات به «په مناسب وخت کې» د درېیو هېوادونو له خوا په ګډه اعلان شي.

له تېر اکتوبر راهیسې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي، چې زیاتره قربانیان ملکي افغانان دي.

تر ټولو ډېر کسان تېرې میاشتې (مارچ) په وروستیو کې په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايی برید کې ووژل شول.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دې برید کې ۴۱۱ کسان وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

اسلام‌آباد پر کابل تور پورې کوي چې د ټي ټي پي وسله‌والو پناه ورکوي، خو افغان چارواکي دا تور ردوي او وایي چې وسله‌واله ستونزه د پاکستان کورنۍ موضوع ده.

پاکستان په عین حال کې غوښتنه لري چې افغان طالبانو دې له پاکستان سره په ګډه د ټي ټي پي پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب