تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴مه) د جمعې په ورځ سيایناین د امریکا د حکومت د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړ، سره له دې چې د امریکا او اسرائیل له لوري پنځه اوونۍ پرلهپسې بمبارۍ شوې دي، لا هم د ایران د توغندو ویشتنځایونه او بریدګرې بې پېلوټه الوتکې کابو نیمايي برخه فعاله او روغه پاتې ده.
په تېره څه باندې یوه میاشت کې، د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمتونونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امریکا او اسرائیل له مهمو هدفونو څخه وو.
خو د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې، لا هم «زرګونه بریدګر ځانمرګي ډرونونه» او «نژدې نیمایي توغندويي ویشتنځایونه (لانچرونه)» سالم پاتې دي.
یوې سرچینې سيایناین ته ویلي چې دا وسلې «ټوله سیمه په اور کې سوځولی شي.»
د دې ارزونې له مخې، د ایران ځینې ویشتنځایونه دا مهال د لاسرسي وړ نه دي، ځکه چې ځینې یې تر ځمکې لاندې په نښه شوي او ښخ شوي، خو بشپړ له منځه نه دي تللي.
دغو درېیو سرچینو ویلي چې دا تازه استخباراتي ارزونه، چې «په وروستیو ورځو کې برابره شوې»، ښيي چې د ایران د کروز توغندیو «د پام وړ برخه» د هېواد په ساحلي سیمو کې لا هم «روغه» پاتې ده.
همدا توغندي د ایران سپاه پاسداران ته دا توان ورکوي چې په هرمزتنګي کې د بېړیو تګ راتګ وګواښي.
دا ارزونه د ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو سره په ټکر کې ده، چې تېره چهارشنبه یې ویلي و چې د ایران د وسلو جوړونکو په فابریکو او لانچرونو کې «ډېر څه نه دي پاتې.»
سيایناین د سنتکام له قوله لیکلي چې د امریکا پوځ په تېرو پنځو اوونیو کې د ایران دننه تر ۱۲۳۰۰ زیات هدفونه په نخښه کړي دي.