Homeخبرونهپه کندهار او هلمند کې سېلونو شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه وران یا زیانمن...

په کندهار او هلمند کې سېلونو شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه وران یا زیانمن کړي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) د وروستیو شدیدو بارانونو له امله په کندهار او هلمند ولایتونو کې سیلونو نژدې ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن کړي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه یې ویجاړ کړي او لږ تر لږه دوه تنه پکې مړه شوي دي.

په کندهار کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ویاند نجیب‌الله رحماني، نن وویل وویل:
«د تېرې شپې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، د ښار په مرکز او ولسوالیو کې ۵۸۵ کورنۍ زیانمنې شوې دي.»

د کندهار د کرنې ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل، وویل:
«ډېری زیانونه د ژړۍ ولسوالۍ په شپږو سیمو کې اوښتي، چې شاوخوا ۳۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه پکې له منځه تللې ده.»

سیلونو همداراز د زابل او ارزګان ولایتونو اوسېدونکو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.

زیانمن شوي خلک له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

سېل ځپلي خلک وايي، چې ټوله هستي او نېسټي یې له لاسه ورکړې او په میدان پاتې دي.

چارواکي وایي چې بیړنۍ مرستې پیل شوې دي، او تېره شپه په کندهار او هلمند کې سلګونه کسان د سېل له اوبو څخه ژغورل شوي دي.

د هوا پیژندنې اداره نن جمعه او سبا شنبې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې بریښنا، تیزو بادونو او سیلونو  اټکل کړي. د

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې پرون پنجشنبې په ایکسپاڼه کې اعلان وکړ چې په نورستان، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، تخار، کندوز، سمنګان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، ننګرهار، کونړ، لغمان، بدخشان، فراه، هلمند، فاریاب، غور، ډایکنډي، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې او همداراز سالنګونو کې له لسو څخه تر اویا ملي مترو پورې باران اټکلوي.

همدارنګه د سالنګونو په ګډون په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو د پیښیدو اټکل کیږي چې سرعت به یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوسو څخه تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.

د هواپیژندنې ادارې د بیان له مخې د سالنګونو په ګډون په لوړو او یخو سیمو کې د درنې واورې د اوریدو اټکل کیږي. دې ادارې هیوادوالوته سپارښتنه کړې چې د ورښتونو په مهال له هغو سیمو څخه چې د سیلابونو له خطر سره مخ وي، په جدي توګه ځان لیرې وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب