Homeخبرونهننګرهار کې بارانونو د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه...

ننګرهار کې بارانونو د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي

تاند (جمعه د وري – حمل ۱۴مه) د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې درنو ورښتونو او سيلابونو له امله ۳ تنه مړه او ۶ ټپيان شوي دي.

لومړنۍ پېښه د جلال‌ اباد ښار اتمه ناحیه کې د يو کور د چت نړېدو له امله رامنځته شوې چې، له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او پنځه تنه ژوبل شوي دي.

دغه راز د هسکې مېنې ولسوالۍ سور کمر سیمه کې د چرګانو فارم د نړېدو له امله یو کس مړ او بل ژوبل شوی او شاوخوا ۱۵۰۰ چرګان له منځته تللي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د ولایتي دفتر په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې، په یو شمېر ولسوالیو کې ۵۳۴ جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي او په پچیراګام کې ۴۰۰ جریبه ځمکه له ګواښ سره مخ ده او په حصارک کې لس سربندونه زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، تر راتلونکو درېيو ورځو په ۳۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او بارانونو اټکل شوی دی.

د دې ورښتونو له امله په افغانستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، چې د جمعې ورځې د سهار په شاوخوا اتو بجو د کابل- جلال‌اباد لاره د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې.

حق شناس وایي، دغه لار د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله تړل شوې ده.

په روانو بارانونو او سېلابونو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي چې، لا یې ټولیز مالومات رسنیو ته نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب