Homeخبرونهد کابل- جلال‌اباد لاره د تګ‌راتګ لپاره وتړل شوه

د کابل- جلال‌اباد لاره د تګ‌راتګ لپاره وتړل شوه

تاند (جمعه د وري – حمل ۱۴مه) په افغانستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، چې د جمعې ورځې د سهار په شاوخوا اتو بجو د کابل- جلال‌اباد لاره د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې.

حق شناس وایي، دغه لار د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله تړل شوې ده.

هغه زیاتوي، چې عملیاتي ډلې د لارې پرانیستلو هڅه کوي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا دې د کابل- جلال‌اباد پر لار له هر ډول تګ‌راتګه ډډه وکړي.

د حق شناس په وینا دغه لار د تنګي په سیمه کې په لنډمهالي ډول د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې او دوی یې د پرانیستلو هڅه کوي.

د کابل ـ جلال اباد لویه لار چې یو له خورا خونړیو لارو ګڼل کېږي وخت ناوخته د غر ښویېدنې او بارانونو له امله تړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب