Homeخبرونهترکیه وايي، سږ یې د ۹ زره افغانانو په ګډون ۳۰ زره...

ترکیه وايي، سږ یې د ۹ زره افغانانو په ګډون ۳۰ زره بې اسناده کډوال نیولي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۵ مه) د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې په ټوله ترکیه کې تر ۳۰ زره زیات بې‌اسناده کډوال نیولي دي، چې له دې ډلې شاوخوا ۹ زره یې افغانان دي.

د دغه وزارت د جمعې د ورځې (د وري/ حمل ۱۳ مه) د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه پورې په ترکیه کې د نیول شویو افغان کډوالو شمېر تر ۳۷۰ زرو اوښتی دی.

همداراز، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولیز ډول تر ۱ میلیون او ۱۱۰ زرو زیات بې‌اسناده کډوال په ترکیه کې نیول شوي دي، چې په کې تر ټولو لویه ډله د افغانستان وګړي جوړوي.

د نورو هېوادونو وګړي لکه سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، عراق او مصر هم په ترتیب سره د نیول شویو پناه غوښتونکو په سر کې دي.

تېر میلادي کال، ترکیهې تر ۴۴ زره زیات بې‌اسناده افغان کډوال نیولي وو.

د دې هېواد د کډوالۍ اداره د کډوالو د ایستلو (اخراج) بهیر او د ایستل شویو کسانو د شمېر په اړه ډېر کم معلومات خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب