پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد ایران د سیستان او بلوچستان په درو ولسوالیو کې جګړه شوې

د ایران د سیستان او بلوچستان په درو ولسوالیو کې جګړه شوې

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۶ مه) ایراني چارواکي تاییدوي چې د جېش العدل ډلې د سیستان او بلوچستان ولایت په دروولسوالیو، راسک، چابهار او سرباز کې د پولیسو پر مرکزونو له تېرې شپې راهیسې همهاله او پراخ بریدونه کړي چې لا هم روان دي.

جېش العدل د ایران د بلوچو بېلتون غوښتونکو ډله ده.

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا وايي چې په دې حملو کې تراوسه پورې ۵ پولیس او ۸ حمله کوونکي وژل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر امنیتي مرستیال مجیدامیر احمدي وايي، سره له دې چې دا بریدونه تېره شپه پیل شوي لا هم په چابهار او راسک ولسوالیو کې شاوخوا ۶ تنه حمله کوونکي جګړې ته دوام ورکوي خو د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس بیا وايي چې جېش العدل ډلې په راسک ولسوالي کې د سپاه پاسداران پر مرکز برید وکړ خو د سپاه د ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

تسنیم، چې ویل کېږي د ایران په سپاه پاسداران پورې تړاو لري، په سرباز ولسوالي کې د جګړې خبر رد کړی دی.

خو په چابهار او راسک کې یې جګړه تایید کړې ده.

له بلې خوا جېش العدل ډلې، چې ځان (د عدالت او برابرۍ پوځ) بولي، ادعا کړې چې لسګونو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ایران د سپاه پاسدران د مځکني ځواک قوماندان جنرال محمد پاکپور څو شېبې مخکې د سیستان او بلوچستان د حملو په اړه وویل چې حمله کوونکو د انتحاري حملو واسګټونه په تن کې لرل.

ده وویل چې د راسک بریدونه پای ته ورسیدل او ۵ حمله کوونکي پکې ووژل شول خو لا هم تصفیه روانه ده.

ده د چابهار په اړه وویل چې هلته د سپاه پر دوو مرکزونو بریدونه شوي وو چې په لړ کې یې ۷ حمله کوونکو برخه لرله. پنځو یې د سپاه د تخنیکي او مسلکي مرکز په ودانۍ کې دننه انتحاري واسکټونه چولي دي.

ده زیاته کړه، د چابهار د سمندري ځواک ته مخامخ یوې څلور منزله ودانۍ ته هم درې تنه ننوتي وو چې درو واړو خپل واسکټونه وچاودول.

ده وویل چې اصلي ستونزه د یرغملو وه، ځواکونه ورغلي چې یرغمل راخوشي کړي.

ده ونه ویل چې څومره کسان یې یرغمل شوي دي.

د جنرال پاکپور په وینا ۱۵ حمله کوونکي وژل شوي خو امکان شته چې ۱۸ تنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب