یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ازادۍ راډیو پر یوه خبریال برید؛ یو رسنیز بنسټ: پاکستان کې...

د ازادۍ راډیو پر یوه خبریال برید؛ یو رسنیز بنسټ: پاکستان کې افغان خبریالان خوندي نه دي

تاند (۵ شنبه، د حمل ۱۶ مه) پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د ازادۍ راډیو خبریال او د کهکشان او دنیا راډیوګانو پر رئیس احمد هنایش تېره شپه ناپېژانده کسانو برید کړی دی.

راپورونه ښيي، چې دغو کسانو پر هغه ډزې کړي او د پېښې له سیمې تښتېدلي دي.

د هنایش خپلوانو د هغه روغتیايي وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي چې نن یې جراحي عملیات ترسره کېږي.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان دا پېښه په کلکه غندلې او د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې مسوولانه ګام پورته کړي، د پېښې عاملان وپېژني او قضايي ارګان ته یې وسپاري.

همداراز په پاکستان او نړۍ کې د خبريالانو د حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه شوې چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د دا ډول بزدلانه بريدونو رېښې ومومي او د راتلونکي لپاره یې مخنیوی وکړي.

سازمان، د دې پېښې د غندنې سربېره د خبریالانو له ملاتړ نړۍوالو بنسټونو غوښني چې له درېیمو هېوادونو څخه خوندي هېوادونو ته د افغان خبریالانو د لېږد په برخه کې تر هرڅه ډېره هڅه او همکاري وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان پر یو افغان خبریال وسله‌وال برید کېږي؛ بلکې تر دې دمخه هم ورته پېښو کې نور افغان خبریالان هم متضرره شوي دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، سلګونه افغان خبریالان هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب