Homeخبرونهپاکستانی دیپلومات: د نورو افغان کډوالو د ایستو ضرب الاجل نه دی...

پاکستانی دیپلومات: د نورو افغان کډوالو د ایستو ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی

تاند (۵ شنبه، د حمل ۱۶ مه) په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري، په پاکستان کې د افغان کډوالو د معلومات ټولولو روان بهیر ته په اشارې ویلي، چې د دوی د ایستو لپاره دستي کوم ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی او یوازې معلومات یې را ټولیږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي دا څرګندونې د دغه وزارت له مسلکي مرستیال سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

په یاده لیدنه کې پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو، تګ راتګ کې په اسانتیاوو او ځانګړي ډول سږ کال له دې هېواد څخه د حج لپاره تلونکو افغان کډوالو ته د وېزو او نورو اسانتیاوو په چمتو کولو خبرې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مسلکي مرستیال او سرپرست ویلي، چې د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید ددواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي. دغه‌راز د یوه ګډ میکانیزم تر رامنځته کولو پورې باید دوی ونه ځورول شي.

د پاکستان سفارت مرستیال شارژدافیر افغان حاجیانو ته د تګ راتګ اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی .

نوموړي زیاته کړې، چې یاد اړین موضوعات به له اسلام اباد سره شریک او د هغوی له لارښوونې سره سم به یې په اړه اقدامات وکړي.

له پاکستان څخه د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستو اوازې تر هغې وروسته ګرمې شوې، چې له دوی څخه د معلوماتو ټولولو لړۍ پیل شوه.
مخکې په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي وو، چې پاکستان د نورو افغان کډوالو د ایستو لړۍ له اختر وروسته پيلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...