شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د مارچ ۲۴ مه له نري رنځ سره مبارزې نړیواله ورځ

د مارچ ۲۴ مه له نري رنځ سره مبارزې نړیواله ورځ

‍نن د مارچ ۲۴ مه له نري رنځ، سل او یا هم توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا هغه ناروغي ده چې ملګري ملتونه یې لا هم په نړۍ، په تیره بیا وروسته پاتې هیوادونو کې یوه مرګونې ناروغي بولي.

د ملګروملتو د روغتیا د نړیوالې ادارې (WHO) د راپور پر اساس، په ۲۰۱۹ م کال په درسته نړۍ کې یو ملیون او ۴ لکه انسانان په نري رنځ یا ټي بي مړه شوي دي. د دې ادارې پر اساس په ۲۰۲۱ کې په نري رنځ په نړۍ کې یو میلیون او ۶۰۰ زره انسانان مړه شوي دي.

د دې ادارې په وینا نری رنځ یوه له لسو ناروغیو څخه ده چې ډېر انسانان یې له کبله مړه کېږي.

اټکل کېږي چې په ۲۰۱۹ م کال په نړۍ کې ۱۰ ملیونه انسانان په نري رنځ یا سل اخته شوي چې د هغو له منځه ۵ میلیونه او ۶ لکه نارینه، ۳ ملیونه او ۲ لکه ښځې او یو ملیون او ۲ لکه ماشومان وو.

په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو او ورڅخه د مړینو کره شمېر معلوم نه دی خو د ۲۰۱۹ په مارچ کې د افغانستان د هماغه مهال د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي و چې په افغانستان کې هر کال په نري رنځ یا  ۹زره افغانان مړه کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له‌ مخې په ۲۰۰۴ مېلادي کال کې دغه شمېر ۲۳ زره تنه و.

 ډاکټر فیروز الدین فیروز له نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وویل، چې په  ۱۳۹۷ کال (۲۰۱۸) کې په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغۍ ۴۸ زره پېښې ثبت شوې وې.

ښاغلي‌ فیروز وویل:” په ۲۰۰۴ میلادي کال کې چې کومو زموږ هېوادوالو د نري رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و شااوخوا ۲۳زه تنه و، خو سږ کال دغه شمېر ۹زره تنو ته راټیټ شوی دی، یعني په دغه کال ۵۰ سلنه د مور او ماشوم د مړینې دکچې ټیټوالی ښيي.”

د نوموړي په خبره، روغتیايي مرکزونو ته د خلکو د نه مراجعې او یو شمېر نورو ستونزو له امله لاهم په افغانستان کې ۲۰ سلنه د نري رنځ پېښې نه ثبت کېږي.

د روغتیا نړیوال د سازمان او ډیر افغان طبي متخصصان وايي چې ګڼ شمېر افغانان په دې ناروغۍ د اخته کېدو او یا خپرېدو په اړه پوره پوهای نه‌لري.

د دوی په وینا د افغانستان ۴۰ سلنه کلیوال او ۳۴ سلنه د ښاریان نه پوهېږي چې نری رنځ د ټوخي له امله خپرېږي.

دا ناروغي په وروسته پاتې هیوادونو لکه افغانستان کې ډېره ده او درملنه یې ممکنه ده خو په دې شرط چې ناروغ په منظم ډول درمل د اوږدې مودې لپاره استعمال کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، هند، اندونیزیا، چین، فلیپین، پاکستان، نایجریا، بنګله دېش او جنوبي افریقا هغه ۸ هیوادونه دي چې دا ناروغي پکې تر ټولو ډېره ده.

نښې

ټوخی له بلغم او ځینې وخت وینو سره، د سینې درد، د کمزورتیا احساس، د وزن کمېدا، تبه او د شپې په مخه خوله کول د دې ناروغۍ عامې نښې دي.

درملنه

نری رنځ د درملنې وړ ناروغي ده. ناروغ باید د ډاکتر په لارښوونه ۶ میاشتې منظمه ۴ کورسه دوا وخوري او پر له پسې د ډاکتر له لوري معاینه شي. خو که ناروغ درمل په نیمه کې پرېږدي بل ځل یې په ورته میکروب ضد درملو معالجه نه کېږي او په مجموع کې یې درملنه سخته کېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا له ۲۰۰۰ م کال راهیسې تر ۶۳ ملیونه ډېر انسانان په درملو ښه شوي دي.

د څېړونکو ډاکترانو په وینا په نري رنځ د اخته کوچنیانو درملنه د لویانو په پرتله ګرانه ده. د دوی په وینا په د سل یا نري رنځ باکتریا په څوکاله کې څو کلونو ته اړتیا لري چې لویان په ناروغۍ اخته کړي خو په کوچنیانو کې دا باکتریا ژر په ناروغۍ بدلېږي. د دوی په وینا له همدې کبله ډېر امکان شته چې ماشومان تر ډاکتر او درملځي ونه رسېږي.

افغانستان د نړۍ یو له بدمرغو هیوادونو څخه دی چې دا ناروغي پکې ډېره زیاته ده. د افغانانو لویه بدمرغي دا ده چې د نري رنځ د مخنیوي لارښونو ته پام نه کوي.

ډا ناروغي ډېره اخیستونې یا ساري ده نو باید د ناروغ لوښي او د ناستې – پاستې ځای له نورو بېل وي.

افغانستان یوازینی هیواد دی چې تر سړو ډېرې ښځې په نري رنځ اخته کېږي

نری رنځ او نوي درملو ته یې اړتیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب