تاند(سې شنبه، د وري/ حمل ۴ مه) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د وري درېیمه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرواترو د ردولو په غبرګون کې وویل چې د ایران له غوښتنې وروسته، امریکا د ایران له غوښتنې وروسته ډېرې جدي خبرې ورسره کړې دي، او زیاته یې کړه چې انتظار باسي چې له دې خبرو څه پایله ترلاسه کېږي.
ټرمپ په «فلوریډا» ایالت کې خبریالانو ته وویل چې په دې موافقه کې مهم ټکي شته او نژدې پر ټولو یې سلا شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د واشنګټن استازو سټیف ویتکاف او جرډ کوشنر، له ایرانیانو سره خبرې کړې دي او تایید کړې یې ده چې خبرې ډېرې ښې روانې وې او تر ماسپښین پورې یې دوام درلود.
هغه وویل: «که دوی په همدې لاره روان شي، شخړه به پای ته ورسېږي، او زه فکر کوم چې دا به جګړه په پام وړ ډول ختمه کړي. خو که خبرې ناکامې شي، موږ به بیا بریدونو ته مخه کړو.»
د امریکا ولسمشر وویل چې اسرائیل به له ایران سره له تړون څخه راضي وي او ټینګار یې وکړ چې که دا تړون وشي، دا به د تهران او سیمې لپاره یو ډېر ښه پیل وي، خو دې په خپله د پایلې تضمین نه شي کولی.
ټرمپ دا هم وویل چې د هغه اداره به د منځني ختیځ خپل متحدان په پام کې نیسي.
ټرمپ وویل چې ایرانیان جوړجاړي ته لېواله دي او واشنګټن هم همداسې دی.
هغه څرګنده کړه چې نن به یوه غونډه وشي، ښايي د ټیلیفون له لارې، ځکه چې یو ځانګړي هېواد ته لاسرسی ستونزمن دی، چې اشاره یې د ایران مشرانو ته وه.
خو هغه هیله څرګنده کړه چې ډېر ژر به له هغوی سره مخامخ ولیدل شي، ځکه چې امریکا غواړي په راتلونکو پنځو ورځو کې خبرې دوام وکړي.
«د جوړجاړي جزییات»
ټرمپ اعلان وکړ چې په دې تړون کې د ایران له خوا د غني شويو یورانیمو له زېرمو تېرېدل شامل دي، او دا چې تهران منلې چې اتومي وسلې به نه جوړوي.
هغه ټینګار وکړ چې نور اهداف هم لري، لکه له ایران څخه د اتومي موادو بشپړ ایستل.
ټرمپ همداراز وویل چې په دې خبرو کې د یوه محترم جګپوړي ایراني مشر پر اړتیا هم خبرې شوې دي، او دا یې هم یادونه وکړه چې په ایران کې د رژیم بدلون روان دی.
په دې جوړجاړي کې د ایران د توغندويي وسلو محدودویت هم شامل دي.
هغه ټینګار وکړ چې تهران ته یې ډاډ ورکړی چې غواړي په منځني ختیځ کې سوله رامنځته شي.
د «مجتبی خامنهيي» برخلیک
ټرمپ د مجتبي خامنهيي په اړه وویل چې نه غواړي هغه ووژل شي.
ده زیاته کړه چې د هغه په اړه ډېر معلومات نه لري، ځکه خبرې له یو جګپوړي ایراني چارواکي سره شوې دي، نه له مشر سره.
ټرمپ وویل چې هغه مجتبی د ایران رهبر نه ګڼي، او زیاته یې کړه: «کېدای شي موږ داسې مشري ووینو لکه څنګه چې مو په وینزویلا کې ولیده.»
هغه دا احتمال هم یاد کړ چې کېدای شي په ایران کې ګډه رهبري رامنځته شي.
«پنځه ورځنی مهلت»
ټرمپ په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو هر ډول پوځي برید یې د ۵ ورځو لپاره ځنډولی دی.
هغه په خپله خواله رسنۍ (سوشل تروټ) کې لیکلي چې امریکا او ایران په تېرو دوو ورځو کې «ښې او ډېرې رغنده خبرې» کړې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د بریدونو ځنډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو خبرو په بریا پورې تړلي دي.
ټرمپ له «Fox News» تلویزیوني چاینل سره په خبرو کې وویل چې ښايي له ایران سره موافقه په ۵ ورځو یا حتی تر دې مخکې وشي، او زیاته یې کړه: «ایران ډېر لېواله دی چې موافقې ته ورسېږي.»
د ایران د شورا ريیس او همداراز د باندنیو چارو وزارت ویاند له امریکا سره د خبرو د پیلولو په باب د ټرمپ څرګندونې رد کړي او ویلي چې ایران تر دې دمه له امریکا سره هیڅ ډول خبرې نه دي کړي.
خو د فرانسې خبري اژانس د ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې «د ایران په اړه هر څه په ښه توګه روان دي.»
په همدې وخت کې، «Axios» اکسیوس ویبپاڼې د باخبره سرچینو له قوله ویلي چې اوس مهال د امریکا استازی سټیف ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیمې خبرې روانې دي.
سرچینو زیاته کړې چې د منځني ختیځ ځینې هېوادونه د دواړو خواوو ترمنځ د ټولو ستونزو د حل لپاره منځګړیتوب کوي، او د ترکیې، مصر او پاکستان لوړپوړي چارواکي هم جلا جلا له دواړو استازو سره په خبرو بوخت دي.
په ورته وخت کې، «رویټرز» د باخبره سرچینو له قوله ویلي چې امریکا د دې خبرو پایلې له اسرائیل سره شریکې کړې دي.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت هر ډول مستقیم یا غیر مستقیم تماس له امریکا سره رد کړی، خو دا یې منلې چې په سیمه کې ځینې هېوادونه په دې برخه کې نوښتونه کوي، او دا یې هم ویلي چې ایران د دې شخړې پیل کوونکی نه و.