جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاافغانستان یوازینی هیواد دی چې تر سړو ډېرې ښځې په نري رنځ...

افغانستان یوازینی هیواد دی چې تر سړو ډېرې ښځې په نري رنځ اخته کېږي

تاند- نری رنځ یا توبورکلوز، چې سیل هم ورته وايي په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو په منځ کې ډېر دی.

څېړنې ښيي چې په نورو هیوادونو کې په دې ناورغۍ تر ښځو سړي ډېر اخته کېږي خو افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چې تر سړو ښځې ډېرې په نري رنځ اخته کېږي.

تراوسه کومه څېړنه نه ده شوې چې ولې په افغانستان کې تر سړو ښځې ډېرې په دې ناروغۍ اخته کېږي خو ځینې طبي متخصصان وايي چې ښايي په دې خاطر افغان ښځې ډېرې په نري رنځ اخته کېږي چې په کورونو کې بندې دي، د نارینه وو په پرتله له طبي اسناتیاوو لږې برخمنې دي او ژوند یې کړاوجن دی.

د دوی په وینا د کورونا وبا خپرېدو او د جګړو شدت په افغانستان کې د نري رنځ د خپرېدو خطر نور هم زیات کړی دی.

یوازې تېر کال شاوخوا ۳ لکه ۸۰ زره افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي چې له کبله یې ډېرې ښځې له نسبي روغتیايي اسانتیاوو هم بې برخې شوې دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، تر کوویدو نولس مخکې نری رنځ په ساري ناروغیو کې تر ټولو زیاته وژونکې ناروغي وه. یوازې په ۲۰۱۹ م کال په نړۍ کې شاوخوا ۱۰ ملیونه انسانان په دې ناروغۍ اخته شول چې یو ملیون او ۴۰۰ زره تنه یې مړه شوي دي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په دې ناروغۍ تر ښځو سړي ژر اخته کېږي خو افغانستان استثنا دی. يه لاندې فهرست کې په افغانستان او نورو هیوادونو کې په نري رنځ د اخته شویو نارینه وو او ښځینه وو توپیر وینئ:

په نورو هیوادونو کې د نري رنځ په سلو کې ۳۸ ناروغان ښځې دي خو په افغانستان کې په سلو کې ۵۴.

نری رنځ د بېوزلو ناروغي ده او عموماً په بېوزلو ټولنو کې ډېره لیدل کېږي.

روغتیايي متخصصان وېره لري چې د دې ناروغۍ په وړاندې درمل به خپل اغېز له لاسه ورکړي په تېره بیا د هغو کسانو د ناروغۍ په وړاندې چې درمل په منظم ډول نه خوري.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو پر اساس، په نړۍ کې لږترلږه د نیم ملیون کسانو نري رنځ د درملو په وړاندې مقاومت پیدا کړی.

د دې ادارې په وینا په افغانستان کې په نري رنځ د ۷۲ زره اخته کسانو له منځه د ۲۴۰۰ تنو ناروغي د درملو په وړاندې مقاومت موندلی یعني درمل پرې اثر نه کوي.

په یوه کال کې ۱۴ لکه انسانان په نري رنځ مړه شوي

1 COMMENT

  1. دا چی زموږ د وطن مظلومی ښځی پدې لعنتی ناروغۍ اخته دی لاملونه ئې شاید دا وی:
    د پر له پسې لنګون ( لالَک ماما هم مُفته لېدلې ده) له وجی د بدن د ډیرو مهمو غړو او ارګانونو کمزورتیا.
    د نحیف او ډنګر فزیک څرنګوالئ.
    د کافی خوړو نه شتون
    د ځینو یا اکثرو مَړو بې اعتنائی او بې پروائی د خپلو ښځو په وړاندی
    بدنی او روحی نه تمامېدونکې ستړیا
    د ځینو ښځو مینه د تنباکو د چِلم سره او هری مېلمنې او آشنا او ګاونډۍ ښځو ته د چِلم د مېلې بلنه او د شونډانو ایښودل د چِلم پر نل باندی چی البته دا کار د ناروغۍ د سرایت د سرعت لامل ګرځی.
    پر وخت او موقِع د ناروغۍ نه تشخیص
    د روغتیائی سیسټم نیمګړتیاوی
    هیله ده زموږ ګران او کړېدلی هیوادوال خصوصاً ښځی د ټولو ځوروونکو ناروغیو څخه خلاصون ومومی او لږ تر لږه د ځینو بدو ناروغیو د مخنیوی لیاری چاری زده کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب