سه شنبه, مې 7, 2024
Home+په یوه کال کې ۱۴ لکه انسانان په نري رنځ مړه شوي

په یوه کال کې ۱۴ لکه انسانان په نري رنځ مړه شوي

تاند- د ملګروملتو د روغتیا د نړیوالې ادارې (WHO) د راپور پر اساس، په ۲۰۱۹ م کال په درسته نړۍ کې یو ملیون او ۴ لکه انسانان په نري رنځ یا ټي بي مړه شوي دي.

د دې ادارې په وینا نری رنځ یوه له لسو ناروغیو څخه ده چې ډېر انسانان یې له کبله مړه کېږي.

اټکل کېږي چې په ۲۰۱۹ م کال په نړۍ کې ۱۰ ملیونه انسانان په نري رنځ یا سل اخته شوي چې د هغو له منځه ۵ ملیونه او ۶ لکه نارینه، ۳ ملیونه او ۲ لکه ښځې او یو ملیون او ۲ لکه ماشومان وو.

دا ناروغي په وروسته پاتې هیوادونو لکه افغانستان کې ډېره ده او درملنه یې ممکنه ده خو په دې شرط چې ناروغ په منظم ډول درمل د اوږدې مودې لپاره استعمال کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، هند، اندونیزیا، چین، فلیپین، پاکستان، نایجریا، بنګله دېش او جنوبي افریقا هغه ۸ هیوادونه دي چې دا ناروغي پکې تر ټولو ډېره ده.

نښې

ټوخی له بلغم او ځینې وخت وینو سره، د سینې درد، د کمزورتیا احساس، د وزن کمېدا، تبه او د شپې په مخه خوله کول د دې ناروغۍ عامې نښې دي.

درملنه

نری رنځ د درملنې وړ ناروغي ده. ناروغ باید د ډاکتر په لارښوونه ۶ میاشتې منظمه ۴ کورسه دوا وخوري او پر له پسې د ډاکتر له لوري معاینه شي. خو که ناروغ درمل په نیمه کې پرېږدي بل ځل یې په ورته میکروب ضد درملو معالجه نه کېږي او په مجموع کې یې درملنه سخته کېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا له ۲۰۰۰ م کال راهیسې تر ۶۳ ملیونه ډېر انسانان په درملو ښه شوي دي.

د څېړونکو ډاکترانو په وینا په نري رنځ د اخته کوچنیانو درملنه د لویانو په پرتله ګرانه ده. د دوی په وینا په د سل یا نري رنځ باکتریا په څوکاله کې څو کلونو ته اړتیا لري چې لویان په ناروغۍ اخته کړي خو په کوچنیانو کې دا باکتریا ژر په ناروغۍ بدلېږي. د دوی په وینا له همدې کبله ډېر امکان شته چې ماشومان تر ډاکتر او درملځي ونه رسېږي.

افغانستان د نړۍ یو له بدمرغو هیوادونو څخه دی چې دا ناروغي پکې ډېره زیاته ده. د افغانانو لویه بدمرغي دا ده چې د نري رنځ د مخنیوي لارښونو ته پام نه کوي.

ډا ناروغي ډېره اخیستونې یا ساري ده نو باید د ناروغ لوښي او د ناستې – پاستې ځای له نورو بېل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب