یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهروان کال کابل کې ۱.۵ میلیونه متر مربع ځمکه له غصب را...

روان کال کابل کې ۱.۵ میلیونه متر مربع ځمکه له غصب را ګرځول شوې

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۸ ) د کابل ښاروالي وایي، د روان ۱۳۹۹ کال په ترڅ کې تر دا مهاله کابو ۵۵ زره مترمربع ځمکه، ۱۷۳ مترمربع ګلدانونه او د ۱۸ زره مترمربع موټرو تمځایونو په ګډون یو میلیون او ۵۰۰ زره مترمربع ځمکه له غصب را ګرځول شوې چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا اته میلیارده افغانۍ کیږي.

د کابل ښاروالي مسوولین وایي، په ۱۳۹۹مالي کال کې یې د دولتي او غیردولتي ادارو له پوروړو ۴۰۰میلیون افغانۍ راټولې کړي دي.

د کابل ښاروال داوود سلطان زوی ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې دوی سږکال د کابل ښاري نظم راوستولو په موخه ۸۳۳۳ ناقانونه غرفې چې په شنو ساحو او عامه ملکیتونو کې ولاړې وې، ویجاړې کړي  دي.

نوموړي همدا راز وویل چې په روان کال کې د ۱۲۳ناقانونه ودانۍ قسمي او بشپړې ویجاړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: « ۱۰۰کیلومتر سړکونه او کوڅې مو بیاځلې د خلکو پرمخ پرانیستې، ۲۷۶کیلو متر پیاده رونه مو د موانعو څخه پاک کړي، ۴۶۴غرفې مو په ازمويښتي ډول په خلکو ویشلې، ۸۲۸۶غرفې مو په مناسبو ځاینونو کې تنظیم کړې، د ۱۲۳۲۵ دوکانونو له لوري نیول شوي اضافي ځاینونه بیرته نیول شوي او ۱۶۴ بې جوازه او غیرمعیاري ودانۍ مو تشخیص کړې دي.»

د کابل ښاروال دغه راز د ۱۴۰۰مالي کال په لړ کې د بېلابېلو سړکونو له جوړولو او د کابل ښار نظم رامنځته کولو ژمنه وکړه او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ښاریان د ښار نوې څیره محسوس کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې ولسمشر غني د کابل امنیتي چارې خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارلې او هغه د امنیتي میثاق په ترڅ کې د کابل د یو شمېر سړک غاړو غرفو او د ښاروالي اړوند د غیرې قانوني دوکانو او ودانیو د ورانولو پریکړه وکړه چې کابل ښاروالي هم لاس په اقدام پورې کړ او ګڼ شمېر سیمې یې له غصب او ناقانونه ګټنې خلاصې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب