یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهپه چکر وتې کورنۍ له تندې او لوږې مړه شوې

په چکر وتې کورنۍ له تندې او لوږې مړه شوې

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۸)  د راپورونو له مخې، د سوډان هېواد یوه کورنۍ چې په چکر وتلې وه د لارې د ورکېدو له کبله په یوه دښته کې له لوږې او تندې مړه شوې ده.

راپورونه وایي، دا کورنۍ چې له اصله د سوډان هېواد ښودل شوې، د لیبیا په دښته کې د لارې له لاسه ورکولو وروسته د لوږې او تندې له امله مړه شوې ده.

سرچېنې وایي، د یادې کورنۍ د غړو جسدونه د موټر په شاوخوا کې موندل شوي او ځینې یې د یوې برخې د شګو ډبرو تر څنګ لېدل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۱ کسان د ماشومانو په ګډون په یو سپین رنګ ټیوټا موټر کې په چکر روان ول چې د لیبیا د کوفرا ښار سویل لوېدیز په ۴۰۰ کېلو مېترۍ کې یې لاره ورکه کړې او اوس یې ځینې جسدونه موندل شوي دي.

سرچینې کاږي، د پېښې په ځای کې د دریو مېرمنو او پنځه سړیو مړي موندل شوي او د پاتې ۱۳ کسانو برخلیک لا هم ندی په ډاګه شوی.

د لیبیا د پولیسو له لوري په لاره اچول شوې تحقیقاتو کې موندل شوې، چې دا کورنۍ د تېر کال په اګست کې د سوډان له الفشر څخه د لیبیا کوفرا ښار ته په یوه سیاحتي سفر کې وتې وه، خو د تېرې اونۍ په لړ کې یې موټر همدلته پیدا کړل شو.

له دې صحنې سره یو لیک موندل شوی او پکې لیکل شوي:

” دا زما د ورور شمېره ده، زه تاسو خدای ج ته سپارم او ما وبخښئ، چې زه مې د مور په ژغورلو بریالی نه شوم. ”

چارواکو پلټنې پیل کړي څو معلومه کړي، څنګه دا غمجنه پېښه را منځ ته شوې ده.

رسنیو په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې دا کورنۍ په چکر وتې وه چې د لیبیا په دې دښته کې یې لاره ورکه کړې او د لوږې او تندې له وجې یې ځینو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه دا هم وایي، چې د یادې کورنۍ د ځېنو غړیو جسدونه لا هم بې درکه دي چې ښایي د حیواناتو تر خوله شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د عرب نړۍ ځینې هېوادونه د جنګ او غربت له څپې سره هم مخ دي، چې اکثریت وګړي یې له فقر یوه سیمه پرېږدي او بل لوری نیسي، چې ښایي د دې کورنۍ هم همداسې پلان وي، خو رسنیو ویلي، دا کورنۍ د چکر په نیت وتې وه او د لارې ورکولو له وجې له دې برخلیک سره مخ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب