یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې ناپېژانده وسله والو د پولیسو په ګډون ۷ تنه مړه اوټپيان...

ننګرهارکې ناپېژانده وسله والو د پولیسو په ګډون ۷ تنه مړه اوټپيان کړي

تاند( سه شنبه، د دلوې ۲۸) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي نن سهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په بریدونو کې د پولیسو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوې امنیتي سرچینې تاند وېب پاڼې ته وویلې چې لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې او ۴۰ دقیقې د جلال اباد ښار ارزاقو کوڅه کې شوې ده.

دغه سرچینه وایي ناپېژاندو کسانو چې وسلې ورسره وې د پولیسو پر رېنجر موټر ډزې وکړې چې په کې یو پولیس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

دغه راز د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان بیا وایي چې په دې پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي.

دغه راز یوه بله باوري امنیتي سرچینه وایي چې نن سهار اته بجې د جلال اباد ښار اړوند نصرت لېسې ته څېرمه  ناپېژاندو  وسله والو د ډاکټرمیهن په نوم پر یوه ډاکټر برید کړی.

دغه امنیتي سرچینه  وايي په دې پېښه کې یاد ډاکټر او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

بل لورته عیني شاهدان وایي وسله وال کسان له ډزو وروسته وتښتېدل او هیچا یې هم مخنیوی ونشو کړای.

د یادو دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی او عام خلک په دې برخه کې امنیتي ادارې ملامته بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب