تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۸ ) موبایل څاروونکي وایي، په موټر کې د موبایل چارج کول د مواقتي چار کولو څخه موبایل ته ډیر زیان اړوي.
موبایل څارونکي وړاندیز کوي چې موبایل په موټر کې تر چارج کولو لرې ساتل ښه دي ځکه وایي، کله چې چیرته ځئ نو مخکې له مخکې مو د موبایل بیټري په کور کې په سم برق پوره چارج کړئ .
د څارونکو په باور د موټر چارجر د برق درجه ثابته نده، په ځانګړې توګه په پخواني ماډل موټرونو کې، وایي کله چارجر ته زیات او کله هم کم برق ورکړي ، چې د چارجر سوځیدنې سربېره؛ د موبایل سوځیدنې خطر لري.
څارونکي زیاتوي، که په مسلسله توګه موبایل په موټر کې چارج کوئ د بیټرۍ کیفیت یې ورځ تر بلې خرابیږي او په لنډه موده کې مو د نوي پیرل شوي موبایل بیټري له منځه ځي.
دوی وایي، په ولاړ موټر کې د موبایل چارج کېدو یو غټ خطر دا هم دی چې ښایي د موټر بیټرۍ مو د ګرمایښت له امله وچوي او موټر ته مو زیان واړوي .
موبایل څارونکي له ډریورانو غواړي څو د چارجر استعمال بیخي ونکړي ځکه د دوئ فکر چې کله چارجر ته واوښت نو د ترافیکي پیښې سلنه زیاتيږي چې د ځان تر څنګ سپرلیو ته هم زیان اړوي.
معلومات په ډاګه کوي چې موبایل مو د غورځیدو خطر سره هم مخ کیږي کله چې موټر کې موبایل نا مناسب ځای کې کېږدئ نو ښایې د موټر برېک یا تیزیدو سره مو موبایل وغورځیږي او زیان ورته واوړي .
اکثره مخکې سیټونو منځ کې موبایل چارج ته کیښودل کیږي چې دغه ځای د موټر ډیر ګرمیږي یا کله کله د لمر وړانګې د موټر داخل کې همدغه ځای ته مخامخ وي نو د موبایل ګرمیدو او سوځيدو امکان یې بیخي ډیریږي
نو غوره ده موټر کې د موبایل چارج کېدو نه تیر شئ.