جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د طالبانو د ښارې شبکې ۷ مهم غړي نیول شوي

لغمان کې د طالبانو د ښارې شبکې ۷ مهم غړي نیول شوي

تاند (سه شنبه، د دلوې ۲۸)  لغمان کې ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې۷ غړي له دوو موټر سایکل بمونو سره یوځای نيولي دي.

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې، د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې یاد کسان ملي امنیت دځانګړو عملیاتو پرمهال نیولي دي.

نوموړی وایي نیول شویو وسله والو په مهترلام ښار کې د موټرسایکل بم، دولتي مسوولینو او مخورو ته چسپکې ماینونوایښودلو او ترور پېښې ترسره کولې.

دولتزی زیاتوي چې له نیول شویو وسله والو طالبانو څخه له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرسایکل بمونه، یو دانه چسپکې ماین، یو کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، د ماینونو جوړولو وسایل هم ترلاسه شوي دي.

د هغه په خبره نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوس هم ترې څېړنې روانې دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په لغمان کې داسې مهار د طالبانو د ښاري شبکې دا غړي نیول کېږي چې د عامو خلکو په خبره په یاد ولایت کې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت ډېر زیات د اندېښنې وړ دی.

دوی له امنیتي ادارو غواړي څو په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب