جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ننګرهار او لغمان دوهمه درجه ولایتي لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

ننګرهار او لغمان دوهمه درجه ولایتي لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

تاند (سه شنبه، د دلوې ۲۸)  ننګرهار او لغمان ولایتونو دوهمه درجه ولایتي لوبو ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.

دوهمه درجه ولایتي لوبې په خوست او ننګرهار ولایتو کې ترسره کېږي.

دې لوبو ته د ننګرهار په اعلان شوې ولایتي ۱۵ کسیزه لوبډله کې لاندې کسان شامل دي.

سهیل صدیقي، پښتون سرفراز، بارکزی کاموال، اکبر موسی زی، بصیر ترکی، نصیب دولتزی، صدیق الله فضلې، وفیع الله، عصمت عالم، عبدالله مومند، ذاهد شیرزاد، حسن خان، اعجاز الحق، طارق خان، او خالد ستانکزی شامل  دي.

دغه راز د لغمان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې بیا دا کسان شامل دي.

ناصر عمر، وحیدالله، ملیار عادل، سباوون هوتک، حمزه علي خېل، جاوید رحیمي، قسیم اوریاخیل، فهیم ناصری، توریالی همت، راشید ناصري، عابد محمدي، نظیف الله، حشمت نیازی، ظهور عبدالرحیمزی، او امان الله سروري.

د یادونې ده چې ننګرهار به په خپل ګروپ کې له فراه، پکتیا او زابل ولایتونو سره لوبې کوي او لغمان به بیا په خپل ګروپ کې له کابل ، هرات او بلخ ولایتو سره لوبې ترسره کوي.

ټاکل شوې چې دا لوبې د همدې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په څلور ګروپونو کې د شپاړلس ولایتونو تر منځ پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب