Homeکلتورسینماد بالیووډ د اداکارې شلپا شیټي پر خاوند د فحشا فلمونو د...

د بالیووډ د اداکارې شلپا شیټي پر خاوند د فحشا فلمونو د چلولو تورونه لګیدلي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۸)  د هندي اداکارې شلپا شیټي خاوند د فحشا فلمونو جوړولو لپاره د یوې ډلې د چلولو تور پورې شوی دی.

هندي رسنیو خبر ورکړی چې څو ورځې وړاندې د ممبۍ پولیسو په یوه وېبپاڼه کې د فحشا فلمونو د اپلوډ کولو لپاره دا مشهوره اداکاره او د هغې خاوند نیولي دي.

یوې بلې هندي اداکارې ساګیرکا شونا د دې مشهوره هندي اداکارې شلپا شیټي پر مېړه راج کندهرا باندې د فحشا فلمونو د ډلې چلولو او په وېبپاڼه کې د لوڅو او نیمه لوڅو فلمونو د نشرولو تورونه پورې کړي دي.

په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اداکارې ساګیرکا سونا وویل، د فحشا فلمونو جوړولو په تور د پولیسو لخوا نیول شوی سړی د مشهور سوداګر راج کندهرا همکار دی.

د شلپا شیټي مېړه راج کندهرا د فحشا فلمونو جوړولو ترشا لاس لري، نو هغه نیول شوی او دا وخت د پولیسو په بند کې دی.

تر اوسه پیاوړې اداکارې شلپا شیټي د دې تورونو او د خاوند د بندي کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د هندي فلمي ستورو، په خاصه توګه د ښځینه طبقې تر منځ یې وخت نا وخت پر یو بل داسې تورونه پورې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...