جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټېلر کاټسکي: امریکا دې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي

ټېلر کاټسکي: امریکا دې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۸) مشهور امریکایي مبصر ټيلر کاټسکي نیوز ویک نشریې ته په یوه لیکلې مقاله کې وایي چې بایډن باید د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او د مې تر میاشتې دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

د نوموړي په خبره که امریکايي لوری پر خپله هوکړه عمل و نه کړي نو دا به امریکا په نړیواله کچه بې باوره کړي، ځکه دغه هېواد تر دې وړاندې له ایران سره اټومي هوکړه ماته کړې ده او اوس به له طالبانو سره د دوحې هوکړه ماتوي.

ټېلر زیاته کړې، چې بایډن باید له افغانستان خپل سرتېري وباسي او په وینا یې که دا کار ونه کړي نو ښایي امریکایي ځواکونه په یوه بله بې پایه جګړه کې ښکېل شي او دا به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جګړې لپاره د سیمې د هېوادونو مداخلې ته زمینه برابره کړي.

نوموړی د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې مخ ته بېول او له افغانستان د سرتېرو ایستل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي.

د سټولټنبرګ په خبره د ناټو ملګري ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي.

هغه ټینګار کړی چې د سولې له هوکړې ملاتړ کوي خو ددې هوکړې تر ټولو مهمه غوښتنه د جګړو پای ته رسول او تاوتریخوالی کمول دي چې طالبان یې باید عملي کړي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي او ناټو سرتېري به هم تر هغه له دې هېواد نه وځي چې د ترهګرۍ خطرونه ختم شوي نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب