Homeخبرونهافغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۴۲ تنه آزاد کړي

افغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۴۲ تنه آزاد کړي

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۸) ملي دفاع وزارت وایي چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه په بغلان ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

ملي دفاع وزارت وایي چې په دې عملیاتو کې له یاد  زندان نه  ۴۲ کسان آزاد شوي دي.

سرچینه وایي دا عملیات د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علي خواجه کلي کې ترسره شوي دي.

ملي دفاع وزارت وایي چې په دې زندانیانو کې ۲۵ تنه یې نظامیان او پاتې ۱۷ نور یې ملکیان دي.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او له دې زندانونو یې ګڼ کسان خوشي کړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...