Homeخبرونهفاریاب کې ماین چاودنې ۷ پولیس وژلي

فاریاب کې ماین چاودنې ۷ پولیس وژلي

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۸) د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ پولیس وژل شوي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، دغه پېښه پرون دوشنبه مازدیګر مهال د المار ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې چې له امله یې ۷ پولیس وژل شوي دي.

نوموړي ددغې پېښې پړه پر طالبانو اچولې، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې له چادونې وروسته د یو ساعت لپاره د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې په پایله کې یې ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...