Homeخبرونهراس ويلسن: طالبان دې د هدفي وژنو د غندلو او مخنیوي غوښتنې...

راس ويلسن: طالبان دې د هدفي وژنو د غندلو او مخنیوي غوښتنې ومني

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۸) په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، طالبان باید د هدفي وژنو د څېړلو، غندلو او مخینوي غوښتنې ومني.

ویلسن دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت د تازه راپور په غبرګون په څو ټوېټونو کې کړي او له افغان حکومته یې غوښتنه کړې چې د یوناما له سپارښتنې سره سم د خپلو اتباعو خوندیتوب پیاوړی کړي، حملې په شفافیت وڅېړي او قاتلان مجازات کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما پرون دوشنبه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۱۸ د جنورۍ له میاشتې تر دې دمه افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو ۶۵ کارکوونکي او مدافعین وژل شوي دي.

ددغه راپور له مخې، د بین الافغاني مذاکراتو له پیل راهیسې په افغانستان کې د رسنیو ۱۱ کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعین په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

د سولې خبرو له پیل سره سره د هدفي وژنو په لړ کې ۱۱ مدني فعالان او خبریالان وژل شوي

1 COMMENT

  1. د خبر په کښلو کې تر سرعت د قت مهم دی. تاسو دا لاندي دوې جملې و ګورئ که له دقت څخه کار واخلئ خامخا به لږ تر لږه دوې غلطۍ پکښي و مومئ:

    (( په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما پرون دوشنبه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۱۸ د جنورۍ له میاشتې د ۲۰۲۱ د مۍ تر ورستۍ نېټې پورې افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو ۶۵ کارکوونکي او مدافعین وژل شوي دي.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...