جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې خبرو له پیل سره سره د هدفي وژنو په لړ...

د سولې خبرو له پیل سره سره د هدفي وژنو په لړ کې ۱۱ مدني فعالان او خبریالان وژل شوي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۷ ) افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما ) په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي ډېرېدو ډېر افغانان کډوالۍ ته اړ کړي دي.

یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر۳۱ مې په هدفي وژنو کې ۱۱ مدني فعالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

راپور زیاتوي، یاد کسان د سولې خبرو له پیل څخه د ۲۰۲۱ کال تر ۳۱ مې نېټې وژل شوي او مسوولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی، له دې ډلې ۵ مدني فعالان او ۶ نور د رسنیو کارکونکي دي.

یوناما ویلي، په رسنیو او مدني فعالانو بریدونو پایله کې د رسنیو ډېری کارکونکو خپلې دندې او کورونه پرېښي او په کارونو کې یې له خود سانسورۍ کار اخستی.

د یاد راپور موندنې ښیي، چې د ۲۰۱۸ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې نېټې پورې ۶۵ خبریالان او د بشري حقونو مدافعین وژل شوي، چې له دې ډلې ۳۲ مدني فعالان او ۳۳ نور د رسنیو کار کونکي دي.

یوناما له افغان حکومت غوښتي، تر څو  د ملي خوندیتوب یو اغیزمن مکانیزم فعال، د رسنیو کارکونکو او مدني فعالانو لپاره وقایوي کاري چوکاټ برابر کړي.

همدا راز یې له حکومت غوښتنه کړې، تر څو په هدفي وژنو کې ښکېل کسان د عدلي تقیب تر څنګ د نړیوالو اصولو مطابق علني محاکمه کړي.

یوناما خپل وروستي راپور کې له طالبانو غوښتي، تر څو د مشرتابه په کچه د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو وژنه په کلکه وغندي او نور له دا ډول وژنو لاس واخلي، عاملین یې حساب ورکونې ته اړ باسي.

یادې استازولۍ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د ګواښ سره مخ مدني فعالانو او رسنیو کارکونکو سره  دوامداره مرسته وکړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې مدني فعالان او خبریال په نښه شوي چې وروستی هغه یې د پژواک پر خبریال مېمنې ښار کې برید وو چې پکې ټپي شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب