تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۷ ) د ناټو د دفاع وزیرانو د کېدونکې غونډې یو شمېر سرچینو ویلي، کېدای شي، ناټو په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.
د ناټو یو شمېر سرچینو د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي، جرمني او نورو متحدانو منلې، چې د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې به چې روانه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ جوړېږي، له افغانستان څخه د ۱۰ زرو سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړه ونهکړي.
ډي پي اې خبرې اژانس د سرچینو له قوله ویلي، ناټو به د دې پر ځای له طالبانو یو ځل بیا غواړي، چې روانه جګړه او تاوتریخوالی کم کړي، د سولې پروسې د ګړندي کولو لپاره هڅې لا زیاتې کړي.
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه چهارشنبه او پنجشنبه جوړیږي.
ناټو داسې مهال په افغانستان کې د خپل ماموریت د راتلونکې په اړه خبرې کوي، چې امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه دقيقه پرېکړه نه ده کړې، چې ایا تر می میاشت وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي او کنه.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې له مخې له طالبانو سره ژمنه شوې چې ټول بهرني ځواکونه به تر مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي، خو طالبان به د سولې خبرو ته کېني او په افغانستان کې به شخړې کمیږي؛ هغه څه چې لا یې څرک نشته.
د جوبایډن ادارې ویلي، طالبانو د شوې موافقې له مخې پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی او هغه له سره ارزوي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې دوی له خپله اړخه په دغه موافقه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او پر دوی لګول شوي تورونه بېاساسه دي.