جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+نن چهارشنبه که پنجشنبه ده؟

نن چهارشنبه که پنجشنبه ده؟

لیکوال: ماهر احسانزی
د عسکرۍ په مهال مې د پنج شنبې ماسپښین هیڅ نه خوښیده. د کنډک قراول کې به د وتلو نوبت نه و، یواځي زموږ غوندې د لیریو ولایتونو خلک به پاتې و؛ د نږدې سیمو ملګرو به مو لا له سهره ویل : امروز ګل شنبه است.
موږ ته به ددې ګل شنبې واله، دنده هم راپاتې وه او بده يې لا دا چې کور به يې رایاداوه، ارمان به مو کاوه، چې کاش موږ هم دغسې د ګل شنبو څښتنان شو.
دا یواځې د پنچ شنبې ورځ نه ده، چې محدودو خلکو ورباندې د خپل برداشت له مخې نوم ایښی دی.
زموږ په ولسوالۍ کې د سه شنبه په ورځ میله وي( دلته، معمولا ټول هغه څه چې په ښار او بازار کې پيداکیږي، د پلور په موخه راوړل کیږي، حتی تر مالونو ( پسه ، غوايې او نورو ) پورې هر څه وي.
ماما مې د مالونو سوداګر دی، کله چې ورته ووایو کله راځي؟
داسې نه وايې چې د سه شنبې په ورځ، بلکې وايې چې د میلې په ورځ. دا یواځې زما، ماما نه دی، چې د سه شنبه ورځې ته زموږ په سیمه کې د میلې ورځ وايې، بلکې تقریبا اوس دې سیمه کې ټولې راکړې ورکړې د میلې د ورځې په نوم یادیږي.
که د لريو ملګرو سره د ناستې او مشورې خبره وي، که څوک له چا پور اخلې، که چیرته یو ځای د چا پوښتنه ګرویږنه کوي، ټول وايې د میلې ورځې ته ځان را جوړ کړئ !
ورځې په اسلامي کلچر کې تر هر څه مهم ځای لري او په ټولو ورځو کې بیا د جمعې ورځ، سرداره، ښکلې او نیکمرغه یاده شوې ده.
ګڼ اسلامي روایت دا هم شته، چې د دوشنبې او پنج شنبې ورځې نفلي روژې تر نورو ورځو لا ډېر اجر لري خو په پښتني کلچر کې هم د اوونۍ د ورځو په اړه مختلف تعبیرونه او نکلونه جوړ شوي دي.
مور مې راته ویل چې د دوی د ماشومتوب په زمانه کې يې د جمعې په ورځ نوې جامې چا نه ګنډلې، چې بیا خرابیږي او سمې نه راځي.
د جمعې په ورځ د سبق له لیکلو او ویلو مې هم مور منع کولو، چې په دې ورځ د چا درس نه زده کیږي.
د خوږ نبي د تولد وجه به وي چې دوشنبې ته د ( ګل ) ورځ وايې او بیا دې ډول ( نومونو) اصطلاحاتو ته زموږ خلک د ښځو نومونه وايې، دا نومونې ځکه مطلقې نه دي، چې ښځې د پنج شنبې ورځې ته د زیارت ورځ وايې، خو ملنګ جان وايې :
سبا اتوار دی ورته ځمه د شهیدانو پر مزار
ګیډۍ د ګلو به ښندمه د شهیدانو پر مزار
د دوی زیارت کول په کار دي دوی په وطن ايښې سرونه
او عبدالجبار څپاند وايې:
زه په زیارتو جنډې تړمه او تا غواړمه
هره چهار شنبه یاره نور به داسې نه کېږي

د اسلامي کلچر له مخې د جمعې ورځ رخصت وي او پښتنو سیمو کې دا ورځ د مړي او ژوندي لپاره ځانګړې شوې، نو د خوارۍ مزدورۍ واله څخه رانیولي تر دفترونو او پانګه والو پورې ټول د پنج شنبې ماښام کور ته ځي، ځکه خو لرو:
نن پنج شنبه که چهار شنبه ده
که پنج شنبه وي لالی ولې نه راځينه
دا د دغسې منتظرو هیلو غږ دی:
تر نیمې شپې پورې رانغلې
سکروټې مړې شوې اوس ایرو ته ناسته یمه
هغه خلک چې په سترګو کې يې ګل وي/ چپې وي، ځینې سیمو کې ورته کوږ سترګی/سترګې نه وايې، بلکې چهارشنبه او پنچ شنبه يې بولي.
په دې چهارشنبې ورځې پسې ویل شوي، چې سفر پکې ښې پایلې نه لري.
انساني ځانګړنه خو داده چې انسان ډېر د هغه څه په اړه خبرې کوي، ورپسې د خپل علم او شته پوهې سره سم روایتونه او نکلونه جوړوي، چې کم یافته وي، په مادي لحاظ ډېر قیمتي وي او یا د دوی له ژوند سره مستقیمه اړیکه ولري خو د اوونۍ ورځې نه کم یافتې دي، نه د انسان د هڅې له مخې راتلونکي دي او نه هم د روپیو شی دی نو بیا ولې ورپسې دا روایتونه جوړ شوي؟
د اوونیو په ورځو پسې د جوړ شویو انګیرنو علت څه دی؟
ددې انګیرنو او هغه څیزونو پسې جوړې شوې انګیرنې څه توپیر سره لري، چې انسان ورته په اسانۍ سره لاس رسی نه لري، یا يې تر اوسه انسان په لیدلو نه دی بریالی شوی، لکه کوه قاف، هلته شته ښاپیرۍ، روې، ښامار او نور؟
د اوونۍ ورځې په کومو سیمو کې سره په نورو نومونو یادیږي، لکه روداتو کې چې د سه شنبې ورځ اوس له رسمي ځایونو پرته نوره په ولس کې د میلې په ورځ مشهوریږي؟
د اوونیو مروج درې نومونه( شنبه، یکشنبه، دوشنبه او … ) په پښتنو کې څنګه منل شوې ؟
خالي، اتوار، ګل او… نومونه د چا لخوا جوړ شوي، رښتیا هم د ښځو له لوري ايښودل شوي او که د بلې ژبې او فرهنګه راغلي وي، ولې یواځې ښځو کې ډېر ښکته پورته کیږي؟
د اسلامي کلچر په څېر پښتني راویتونه او انګیرنې د اوونيو د ورځو لپاره کوم ډول باورونه ( شګون ) لري؟
د اوونیو د ورځو په تړاو تر اوسه څومره شاعري چې شوې، لویه برخه پکې ولې ولسي ادبیاتو نیولې ده؟
د ادبیاتو له نویو محصیلینو ژبه ددغسې نویو خو د مهمو او ورکو موضوعګانو را سپړل غواړي.
هغه څیړونکي چې د رحمان ، خوشال، شیدا، حمید او نورو پښتنو شاعرانو له فکر او شاعرۍ را تاو دي، دا ورته بهتره ده چې دغسې د زمانې په ګردونو کې له پرتو موضوعګانو ناستې دوړې د تحقیق په ګوتو وڅنډي.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب