کله چې انسانان جګړې ته زړه ښه کوي، د ډېرو عواملو تر څنګ دوه غښتلي دلیلونه ورته وړاندې کوي. لومړی دا چې له مقابل لورې څخه په خپله ګټه امتیاز تر لاسه کړي او یا د دې له پاره چې له مقابل لوري څخه ځان له امتیاز ورکولو وژغوري. په داسې دواړو حالاتو کې که جګړه له ډېر زیان سره هم ملګرې وي، څرنګه چې موخه يې ګټه ده، جګړې ته داخلېدل او زړه ښه کول سره د ټولو بدمرغیو بېځایه نه وي.
هغه مهال چې انسانانو په سمڅو او د غرونو په لوړو کې ژوند کاوه، د دې له پاره وو، چې له وحشي ځناورو سره يې جګړې او مخ کېدل په خپله ګټه نه بلل. کله چې وږي شول او نور يې نه شول کولای چې د پخوا په څېر ژوند ته دوام ورکړي د لوړو څوکو او سمڅو څخه راووتل، د خوراکي توکو او د نویو استوګنځیو په لټه کې شول. دلته وو، چې له ځناورو او د انسانانو له نورو ډلو سره جګړو کولو ته اړ شول.
دوی جګړې ته د اړتیا له مخې زړه ښه کاوه او جګړې يې په خپله ګټه بللي، ځکه د جګړې په واسطه له لوږې ژغورل کېدل. ځکه لوږه هم بېوسلې دښمن دی، چې په تدریجي ډول انسان له پښو غورځوي.
ټول ژوند همداسې دی چې هوښیار او عقل يې په سر کې وي تل هغه کار کوي چې پایله يې د زیان پر ځای ګټه وي. په لومړۍ «۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ م» او دویمه « ۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ م» نړیوالو جګړو کې د جرمني هېواد په بشپړه توګه ویجاړ شو. مانا دا چې د دواړو جګړو په هکله سمه ارزونه نه وه شوې. ولس هم د جګړو، هم د بېوزلۍ او هم د لوږې له کبله د مرګ کومي ته ټېل وهل شو. که چېرې د المان خلک ډېر زیارکښ نه وای او د خپل هېواد له جوړولو سره يې مینه نه درلودلای او د عقل پر ځای يې په سر کې بېځایه غرور او لیونتوب وای، پېړۍ- پېړۍ به دوی وږي او د نورو محتاج وای. دوی هغه پخوانۍ تربګنۍ هېره کړه، تر دغو لویو جګړو وروسته یې بېرته له هغو هېوادونو سره سوله ییز ژوند غوره کړ، چې تر پرون پورې په مورچل کې ورته ناست و.
سکندر مقدوني«له میلاده مخکې» افغانستان ته راغی، څلور کاله يې دلته جګړې وکړې، خلک يې ووژل او کله چې لاړ، وروسته هم نږدې دوه نیمې پېړۍ دلته د یونان باختر واکمني وه. موږ یوازې په کې ووژل شولو، کومه ګټه مو تر جګړې وروسته هم تر لاسه نه کړه، یونانیان يې دلته زموږ په وژلو او ویجاړولو ویاړ کوي او هېواد يې اوس هم لا ښکلی دی، چې دا موږ يې په څه ویاړ کوو؟ چنګېز او تېمور هم خپلو هېوادونو ته ویاړ ګټلی دی او هېوادونه يې اوس هم اباد او له سیالانو سره سیال دي.
انګرېزانو، سکهانو، فرانسویانو، ایرانیانو او روسانو هم دلته د خپلو ګټو په خاطر خپل اسونه وځغلول. سکهانو زموږ پر ټاټوبي نږدې پنځوس کاله واکمني وکړه، انګرېزانو راته شاه شازمان ړوند کړ، وزیر فتح خان يې وواژه، وروڼه او ورېرونه يې سره په خپل منځ کې واچول، شاه زمان، شاه محمود، شاه شجاع، دوست محمد خان، شېرعلي خان، یعقوب خان، عبدالرحمن خان، په ټوله کې د سدوزیو او بارکزيو کورنۍ يې د خپلو ګټو په خاطر سره په جګړو بوخت او ښه وځغلول، خو له دې ټولو جګړو زموږ ګټه څه شوه. که ګټه مو د مکناټن«۱۸۴۲ م» کیوناري « ۱۸۷۹ م » او د ۱۷۰۰۰ انګرېزانو « ۱۸۴۲ م » وژل وي او له دې سره د ګندمک « ۱۸۷۹ م » او ډيورند « ۱۸۹۳ م » منحوس تړونونه وي چې افغانستان يی په ملا نیم کړ، که ګټه مو د بالاحصار، د کابل د چارچتې ویجاړول، د پنجده له لاسه ورکول او د ۲۵۰۰ افغانانو وژل وو، بیا خو سمه ده. په دغو جګړو او ناندریو کې خو افغانان هم خورا زیات ووژل شول، ځکه چې دوی دومره پرمختللې وسلې نه درلودې، یوازې بشري قوه ورسره وه.
که چېرې موخه د افغانستان خپلواکي او تر جګړې وروسته د ښه ژوند منځ ته راوړل وو، هغه خو مو ولیدل چې د افغانانو په لاسونو د هېواد جوړول د غوایي په ښکر کې دي او تل د نورو مرستو ته په تمه کېدلو ته خو خپلواکي نه وايي.
زما په باور په وږي ګېډه ویده کېدل او په خیرات ګوزاره کول خو نه ازادۍ ته وایي او نه له اسارت څخه خلاصون ته وايي.
انګرېزانو نږدې دوه پېړۍ هندوستان وخوړ، افغانستان يې په ملا نیم کړ او هېواد يې اوس هم له نړۍ سره ستر سيال هېواد دی. روسيې پنجده خپله کره او ښارونه يې نن هم د نړۍ د ډېرو پرمختللو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي. د فرانسې هېواد پاریس خو د ښارونو د ناوې نوم ګټلی دی. ایران هم ترې کم نه دی نږدې ده چې په خپل مټ د اټومي وسلو خاوند شي.
زموږ ګټه کومه ده، موږ يې په څه ویاړ کوو، که وژل ویاړ وي خو ښه ډېر ووژل شولو، که ویجاړول ویاړ وي، خو ښه مو هېواد له کاره ووت، که لوږه ویاړ وي، په خیرات اخیستلو خو نورې سترګې چاته نه شو پورته کولای او که یوازې بېځایه غرور، لافې، شافې، ناپایه جګړې، د خپلو وروڼو وژل، په خیرات ګوزاره کول، بېکاري، جهالت او ناپوهي ویاړ وي دا ویاړ خو بیا له بل هر چا څخه ډېر لرو.
نور جګړې د ګټې له پاره کوي، موږ يې د زیان لپاره کوو. نور که جګړه وکړي، په پایله کې يې خپل هېواد سمسوروي او که جګړه بایلي بیا نو په خپله د هېواد ابادۍ او جوړولو ته ملا تړي او ځان او خپل هېواد په نړۍ کې له سیالانو سره سیال کوي.
که چېرې د افغانستان له تاریخ څخه د ستر احمدشاه بابا وياړنې لیرې کړو، نور خو مو ټول ژوند په جګړو او ورور-وژنه کې تېر شوی دی.
روسانو پر افغانستان یرغل وکړ، افغانانو هم ښه او پر ځای ځواب ورکړ، خو ګټه يې کومه؟ که ګټه يې یوازې د روسانو ماتولو ته ووایو، په هغې ویاړ کې خو هم که تاریخونه ولولو امریکا، چین، غربي هېوادونه او عربي نړۍ له موږه زیات ځانونه مستحق ګڼي او امریکا خو يې بیا د ويټنام د غچ اخیستلو جګړه بولي.
د روسانو تر ماتې وروسته اړینه خو دا وه چې موږ د هېواد جوړولو ته ملا ټیټه کړې وای. روسیه اوس هم اباده، په خپلو پښو ولاړه او له ټولې نړۍ سره سياله ده. موږ ته وګوره د روسانو له وتلو وروسته تر ننه پورې جګړې، په خپلو لاسونو د هېواد ویجاړول، د خپلو وروڼو وژنه او نورې د انسانیت ضد پېښې په خپله کوو.
که لېونیان کوم ناوړه کار کوي، خو عقل يې نیمګړی او د پوهې ادراک يې کمزوری وي. که د لېونیانو پېښې د انسانیت دعوا ګیر تکراروي، مانا دا چې دوی له لېونیانو بدتره دي.
چې روسان لاړل، خو راشئ هېواد مو ورغوئ، پر زخمونو يې پټۍ ولګوئ، د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص» سنت پر ځای کړئ، د ټولو بېوزلو او د هغو سره مو چې جګړې هم کړي دي لاسنیوی يې وکړئ. دغه خو د اسلامیت، انسانیت او افغانیت لاره ده.
امریکایان به ووځي، ستاسو په قول چې خپلواکي مو تر لاسه او امریکا مو ماته کړه! نو نور جګړې د څه له پاره؟ که د واک له پاره مو جګړې موخه وي بیا خو د ثواب دعوا کول هغه د شیطان! په څېر چې له دومره علمیت سره به دوزخ ته روان وي، د ثواب دعواګیر به هم بې له پوښتنې د خدای په غضب اخته او ځای به يې دوزخ وي.
په وژلو، ویجاړولو، د خلکو په تېر ایستلو او د جګړو په دوام کې بې له بدمرغۍ او د خدای تعالی له قهر، بله نېکمرغي او ثواب وجود نه لري.
د خدای له خلکو سره مینه، له خپل هېواد او هېوادوالو سره مرسته، د هېواد د جوړولو له پاره په کلک هوډ ملا تړل، له جګړو او د ورور-وژنې لاس اخیستل، د اسلامیت، انسانیت او افغانیت د سپېڅلو اصولو مراعتول دي.
وايي:« تاسې نور خلک وبخښئ، خدای تعالی به تاسو وبخښي.»
سلامونه ، وزيري جنرال صاحب دولت خان او تاند لوستونکو له،ښې چارې!!!!
ښاغلي فیض ځلاند په پشتونخوا وبپاڼه کښې د (عقل او جګړې ) تر سرليک لاندې ، د ډېریو جګړو لاملونه اقتصاد، قدرت غوښتنه ، او یا هم د توکم، مذهبونو او آیډیالوژیو یو پر بل تحميلول بولي.
تاسو هم یو لڼډ تاريخي پسمنظر سره د نورو هېوادونو مثالونو ورکړی ؛ او هوکې دا حقيقت دی چې افغانانو ټولې جګړې ګټلي مګر د پردې شاته ېې سیاستچيانو ته بایللي
بل دا چې هر یو ځان ته من وايي ،چارک خو په کښې نه شته!.
دا اوس م.ا. غني بابا او د ارګ حلقه ېې! ؛ معاونين او د ورځې او شپې پټې اوښکاره شش-و نيم او چند بجه يي ېې!!؛ د مصالحې که د سرخي او سفېدې سفید دار د مساله جاتو کود ۹۱ او نورو جان-کېري خان او پمپیوو د بیت المال نه مفتې خبرې پف کول!!!
د ټالیپاڼ د دشت-ې لیلی او کلای جنګي لاله ګلونو ارواوې -+ په قطر کښې د خېټورو او خو….. کله شخې فتوی ګانې ؛ او هره ورځ د (څو شلو) ځوانانو، ماشومانو ، بیځایه شویو کوڼډو ، ورارو …. وژل کېدل ، ټپیانېدل ، ناروغئ، فقر، بېسوادئ ، دربدرئ، مهاجرتونه ا.د.ن. … ټول د جنګ او جګړو لاسته راوړنې دي!!!!!.
ولس تر ډېره ملامته نه دی ؛ که پښتونولي افغانیت، اسلامیت او انسانیت قوانینو او پوهنو ته ېې راواړوې مشران، دولتمردان ، حکومتچیان ، قاضیان او … ملامت دي. چې دوی هم بېرته د هدې ملت غړي دي لاکن هر کله وبېر حيال!!!
تاسو خو جنرالي په حقه او له ح.ښ. تر ح.پ. او بیا د یو عُمُر خدماتو په بدل کښې تر لاسه کړې مګر اوس مارشالي، جنرالي یا دا نور القاب او رتب څوک په حقه اخلي؟ دا ځوانان له دواړو خواوو څوک جنګ ته ټېل وهي؟ ولې خارجیان د پنځم او څووم ستون په شکلونو خپلو شومو موخو ته د رسیدلو لابيګانې او کوششونه کوي؟/؟ دا ټول جمع پورتني عوامل د وطن د بیرته پاتې کیدو او د ولس بیچاره کېدو سبب ګرځېدلي.
لکه تاسو چې په پای کې دعا او توصيه کړې ده ، ولس ته په کار ده چې لاس پکار شي ، له زاړو او ترخو تجربو پند واخلي ، په یووالي ، اتفاق او ټینګ عزم او ثابتو قدمونو له ګاوڼدیانو نه پیشقدمه او د نړۍ له انسانانو سره ځانونه سیال کاندي. و من الله التوفیق.