جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنبیل: د امنیتي ځواکونو لپاره مې له دې رازونو پرده پورته کړه

نبیل: د امنیتي ځواکونو لپاره مې له دې رازونو پرده پورته کړه

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۷) د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د هغه کسانو نومونه او انځورونه خپاره کړي چې د ده په خبره، د اې اس اې په مرسته په کابل کې هدفي وژنې ترسره کوي.

رحمت الله نبیل په خپلو څو ټویټونو کې د درېیو کسانو نومونو او انځورونو خپاره کړي او وایي، دا هغه کسان دې چې په مستقیمه توګه د پاکستان د استخباراتي ادارې اې اس اې څخه ملاتړ کېږي او په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو ژوند اخلي.

نبیل لیکلي، «ما په ځلونو د کره او مستندو اطلاعاتو پر بنسټ ویلي، چې په کابل کې ځینې بریدونه کوچنۍ ترهګرې ډلې د پاکستان د استخباراتو په مستقیمه لارښوونه کوي، له ډيرو بریدونو او عام وژنو، د طالبانو مشران له سره خبر نه وي،»

د هغه په خبره، «ښکاره ده چې طالب نه شي کولی په دې اړه دریځ ونیسي، ځکه خپلواک نه دي او پاکستان هغوی یرغمل کړي، له دې پرته طالبان ښه پوهیږي، چې کومې ډلې او ګروپونه د پاکستان د استخباراتو په مستقیمه لارښوونه د بې ګناه او بې دفاع افغانانو وینه تویوي؛ خو د پاکستان د استخباراتو له ویرې نه شي کولی په دې اړه دریځ ونیسي»

نبیل زیاته کړې، حکومت پر هغه اطلاعاتي تحریم وضع کړی او نه غواړي له نوموړي اطلاعات ترلاسه کړي نو د دې له کبله دی غواړي د رسنیو له لارې دغه معلومات له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره شریک کړي.

د نبیل په وینا، «دا شخص حاجي احمدشاه نومیږي،‌ له ISI او د پاکستان له نظامي استخباراتو MI سره نږدې اړیکې لري، نوموړی د کابل ښار او ځینو ولایتونو په بریدونو کې د پاکستان د استخباراتو په مرسته خورا فعال دی.

نبیل وایي چې دا کس د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه په افغانستان کې “طالبانو، حقاني شبکې او لشکر طیبې” ډلو ته لوجیستیکي او اکمالاتي خدمات رسوي او د ترهګریزو بریدونو لپاره ورته زمینه برابروي.

حاجي احمد شاه کابل ته هم تګ راتګ کوي او له ځينو اشخاصو سره نږدې اړیکې لري، چې د کابل په اوسنیو بریدونو کې فعاله ونډه لري.»

د نبیل په وینا،«دویم کس قاري جواد نومیږي، د ISI مستقیم ملاتړ او تمویل لري، چې تر څنګ یې د شاوخوا پنځه سوه جګړه مارو مشري هم کوي.

د نبیل په خبره،”قاري جواد په لوګر او د کابل په ولسوالیو کې فعالیت او د کابل ښار په وروستیو بریدونو کې مخامخ لاس لري.»

«دریم کس سیف الله مجاهد حقاني نومیږي، هغه د ځانمرګو بریدګرو د روزنې او د بمونو جوړولو مسوولیت لري او په دې برخه کې کافي تجربه هم ورسره ده.

سیف الله مجاهد حقاني د لویو لارو په چاودنو او هدفي وژنو کې مخامخ لاس لري، چې د پاکستان د استخباراتو مستقیمې لارښوونې ورتهکوي او همغه عملي کوي.»

نبیل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې امنیتي پېښې زیاتې شوې او ډېری کسان په دهدفي وژنو کې وژل کېږي.

3 COMMENTS

  1. عجبه خبره ده!
    ته پر کور ناست، پر ځان دي دیوالونه را ګرزولي هم دي او برچپک خلک دي د کور تر مخ ولاړ.
    نه کومه دولتي بودیجه در کول کیږي نه بله نه بله!

    ستا دا دومره معلوات له کوم شول، دا یې یوه خبره، که خبره دي رښتیا وي، لګښت یې له کومه کوې؟ بله دا چې ته خو اوس مخلوع یې نو ولي په کراره نه کینې؟

    خدای خوار کړې له فیسبوکه عکسونه را ټول کړې… موږ خدای ړانده کړي هم در ته غوږ یو!

    کینه بابا دومره ریشخند هم په خلکو مه وهه.

  2. عجبه خبره ده!
    ته پر کور ناست، پر ځان دي دیوالونه را ګرزولي هم دي او برچپک خلک دي د کور تر مخ ولاړ.
    نه کومه دولتي بودیجه در کول کیږي نه بله نه بله!

    ستا دا دومره معلوات له کوم شول، دا یې یوه خبره، که خبره دي رښتیا وي، لګښت یې له کومه کوې؟ بله دا چې ته خو اوس مخلوع یې نو ولي په کراره نه کینې؟

    خدای خوار کړې له فیسبوکه عکسونه را ټول کړې… موږ خدای ړانده کړي هم در ته غوږ یو!

    کینه بابا دومره ریشخند هم په خلکو مه وهه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب