یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهحکمتیار ته د صالح ځواب؛ وسلې د قاچاق پر ځای له قانوني...

حکمتیار ته د صالح ځواب؛ وسلې د قاچاق پر ځای له قانوني لارو اخیستی شو

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۷)  د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح د حکمتیار د تېرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه خبرې سیاسي ټوکې ګڼلي او ویلي یې دي چې افغان حکومت د قاچاق پر ځای د قانوني لارې د وسلو اخیستو توان لري کولای شي په قانوني توګه یې وپیري.

صالح د شپږ نیمو بجو غونډې په راپور کې ویلي چې حکمتیار تل د واک تږی و او هر لوري ته یې لاس اچولی چې ارګ ته یې ورسوي، خو په څلوېښتو کلونو کې خپل دې ارمان ته نه دی رسېدلی.

د امرالله صالح په وینا د حکمتیار دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې حکومت له قاچاقي لارو وسلې راوړي، ځکه په خبره یې افغانستان په قانوني توګه وسلې پېرلی شي نو اړتیا نه لري چې له قاچاقي لارو یې راوړي.

لومړي مرستیال دغه راز لیکلي چې حکمتیار اوس له جګړو خبرو ته راغلی دی او د مسئلې دې برخې ته باید درناوی وشي.

هغه ویلي چې اوس د هغه وخت ندی چې خبرې دې د راکټ په ژبه ترسره شي؛ مګر اوس خبرې د خبرو له لارې حل کیږي.

حکمتیار تېره ورځ کابل کې یوې غونډې ته وینا کې خبرداری ورکړ چې که حکومت له ده سره پر شوې هوکړه عمل و نه کړي نو ارګ به تر هغه محاصره کړي چې مفسد چارواکي د واک پرېښودو ته اړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب