شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا نوې ادارې د افغانستان په اړه مهم بحثونه پیل کړي

د امریکا نوې ادارې د افغانستان په اړه مهم بحثونه پیل کړي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۷ ) د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت د افانستان د روان وضیعت په اړه جدي بحثونه پیل کړي دي.

د سي ان ان په یو تازه راپور کې وایي، د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپلو مهمو سلاکارانو سره څو ځله پر افغانستان او د سولې پر پروسه خبرې اترې کړې دي.

د راپور په حواله، دې خبرو کې دوو ګډونوالو د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د بایډن د ملي امنیت سلاکار ډېر تمرکز پر دې دی چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي خو داسې ښکاري چې د خبرو اوسنۍ تګلاره اغېزناکه نه ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د امریکا نوې ادارې همدا راز پر دې بحث کړی چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه خپل دریځ څه ډول وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې بین الافغاني خبرې پيل شي، تاوتریخوالی کم کړل شي او امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو اوس ځینې امریکایي چارواکي وایي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو د سرتېرو د ایستلو په اړه زړه نازړه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب