(communism)
که غریب غریب نه وای او شتمن شتمن نه وای، داسې وګڼه چې ارزښتناک شیان لکه ځمکې او فابریکې د هر چا دي. فکر وکړه چې هر چا کار کړی خو په بدل کې تادیه نشته، ولې؟ ځکه هر څه به په وړیا توګه وي. د دې حرکت یا بدلون اساسي قاعده کمونېزم دی.
کمونېزم په لسو اساسي مادو ولاړ دی چې په لاندې ډول دي.
- د شخصي ملکیت فسخ
- پر عایداتو باندې زیاته مالیه
- د میراثي حقوقو له منځه وړنه
- د ملکیت د حقوقو ضبط
- مرکزي بانک
- مخابرات او مواصلات (کمیونیکشن او ټرانسپورټیشن) دولتي کیدل
- فابریکې او زراعت دولتي کیدل
- په کارګرانو باندې د دولت کنترول
- صنعتي فارمونه او منطقوي پلان جوړونه
- پر ښوونه باندې د دولت کنترول
کمونېزم څنګه رامنځ ته شو؟
د کمونېزم نظریه 1800S کاله مخکې مشهوره شوه. په هغه وخت کې لویې فابریکې پالل کیدې. د دې فابریکو کارکوونکو په ډېره کمه تنخاګانو باندې کار کاوو. په عین وخت کې د فابریکو مالکان شتمن کیدل، چې دغه کار د ډېرو خلکو غوسه را وپاروله. دوه جرمني عالمان کارل مارکس (Karl Marx) او فرید اېک انګلس (Friedrich Engels) د خلکو غبرګون ته سیاسي بڼه ورکړه. په 1848 م کال کې لیکل شوی کتاب د کمونست اظهارنامه (The Communist Manifesto) کې د دې غورځنګ هدفونه څرګند کړي دي. مارکس او فرید اېک په دې نظر وو، چې په ټول تاریخ کې د مختلفو طبقو (خلک) جنګ ځپلي وو او هغه طبقه خلک چې زور یې لره د تجارت څښتنان وو او نورو خلکو د دوی لپاره کار کاوه. مارکس او فرید اېچ ټولې نړۍ ته دا وړاندې کړه، چې کارګر خلک د ټول تجارت مالکان دي، دوی فکر کوو چې که چېرې کارګرو ته د قیمت حد وټاکل شي ددې ضرورت شته، چې باید هر څوک ښه ژوند وکړي. مارکس په (Das Kapital) کتاب کې دا موضوع په ټوله معنا تشریح ګړې ده.
د کمونېزم خپریدل
دا مفکره مارکس او انګلس په اروپا کې خپره کړه.په روسیه کې د ویلاد میر لینن(Vladimir Lenin) په نامه سړی داسې نظر درلود چې کارګر دې ته اړتیا لري، چې یوه ډله خلک سره راټول شي او د سیاسي اوښتون لپاره کار وکړي. ددې لپاره ده د بلشویک (Bolshevik) په نامه ګوند جوړ کړ. او وروسته د کمونست ګوند په نامه یاد شو. په منل شوي جګړه کې دغه انقلاب په 1917 م کال کې د روسیې امپراتوري ماته کړه. لیمني ګوند د حکومت وګي په لاس کې ونیول. په نیږدې وخت کې د ده کمونست حکومت د روسیې ځمکې، فابریکې، ګودامونه او تجارت خپل کړل او کمونستانو د روسیې ګونډي هیوادونه هم ونیول. دوی د نوي امپراتورۍ د شوروي اتحاد سوشیالیست جمهوریت نوم ورکړ یا لنډ مهاله شوروي اتحادیه. د لیمنن له مرګ وروسته جوزېف سټالین (Joseph Stalin) د شوروي اتحاد مشر شو. هغه په ډېر ظلم او وخشت سره غوښتل چې شوروي اتحاد په کمونست هیواد کې جوړ کړي. سټالین خلک مړه، بندیان او په میلویونونو خلک یې وځپل. ده داسې ملت رامنځ ته کړ چې د دولت لپاره یې کار کاوه. حکومت به د خلکو لپاره تصمیم په خپله نیوه.
کمونېزم څنګه خپور شو؟
شوروي اتحاد دوهمه نړیواله جګړه وګټله او په 1945 م کال کې جګړه پای ته ورسیده. شوروي اتحاد ډیری اورپایي هیوادونه د خپل تسلط لاندې راوستل. په عین وخت په چین کې کمونست رهبر ماو زیدونګ (Mao Zedong) واک ته د راسیدو لپاره هلې ځلې تر سترګو کیدلې. په 1949 م کال کې یې خپل لوی نفوس لرونکی هیواد چین ونیو او تر ټولو لوی کمونست هیواد شو.
کمونېزم ولې ناکام شو؟
ډېرو غیر کمونستي هیوادونو د کمونیزم خپریدو پر وړاندې په جنګ لاس پورې کړی و. دوی وېره درلوده او د کمونېزم خپردیدل یې غیر کمونستي هیوادونو ته لوی خطر ګاڼه. د امریکا متحده ایالاتو ددغې جګړې رهبري کوله. په داسې حال کې چې شوروي اتحاد په ټوله نړۍ کې د کمونستي حرکت کلک ملاتړی و. دغه هلې ځلې په ساړه جګړه بدلې شوې، چې 40 کاله یې دوام وکړ. په 1980 م کال کې کمونېزم په ناکامیدو شو. د کمونیزم تر لاس لاندې شوروي اتحاد خپلو خلکو ته هیڅ کوم ښه په ګوته نه کړل. ختیځ اورپایي هیوادونو د شوروي اتحاد څخه د راوتلو په لټه کې شول. په 1991 م کال شوروي اتحاد خپل پنځلس هیوادونه بېل کړل، چې دغه هیوادونه نن ورځ کمونست حکومت نه لري. په چین کې اوس هم کمونست ګوند په واک کې دی؛ بلکې چین خپله اجازه ورکړې چې شخصي تجارت وده وکړي. نن ورځ نور کمونستي هیوادونه لکه کیوبا، وېتنام، لوس، او شمالي کوریا او په نړۍ وال یون کې د کمونېزم غوښتنې په کمیدو دي.
کمونیزم خلک د حاکمی طبقی غلامان کړی وو او په مقابل کی غربی دولتو خلک د بډایه طبقی. کمونیزم اقتصادی بیشعوری درلوده او افراطی وو او دملتونو له عقایدو سره یی دښمنی وه. روسیه ماته سوه او چین کمونیسته سرمایداری اختیار کړه او همدا سبب دی چه د شمالی کوریا نه پرته نور ټول دولتونه اوس چینی مادل غواړی.
هیله ده دروسی ماتیدل د غربیانو ویاړ ونه بولی. غربی نظام په ۱۹۹۸ او بیا په ۲۰۰۷ کی مات سو. اوس بیا هم دهغه د ماتی ګنګوسی دی. که نن د غربیانو د ترور ویره نوی نو تر روسیی به بدتره سی.