جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اماراتي سپوږمکۍ د مریخ تصویر مځکې ته راولیږه

اماراتي سپوږمکۍ د مریخ تصویر مځکې ته راولیږه

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۷) د متحده عربي اماراتو ستوربېړۍ، چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د مریخ مدار ته ورسېده، له دې سیارې لومړنی تصویر مځکې ته راولېږه.

دا عکس د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۰) اخیستل شوی و خو متحده عربي اماراتو د یکشنبې په ورځ خپور کړ.

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ واکمن شیخ محمدبن راشد آل مکتوم هم پر خپله ټویټرپاڼه د خپلې سپوږمکۍ له لوري استول شوی تصویر خپور کړی دی.

په عکس کې د دې سیارې پر نیمايي برخه د لمر رڼا لیدل کېږي او دغه راز د مریخ تر ټولو ستر اورغورځی غر ښکاري چې اولمپس نوم پرې اېښودل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو سپوږمکۍ ‘امل’ یا ‘هیله’ نومېږي او اووه میاشتو او ۴۹۴ میلیون کیلومتره مزل وروسته د سې شنبې په ورځ د مریخ اتومسفیر ته داخله شوه.

اماراتي چارواکو ویلي، د دې ستور بېړۍ د استولو هدف دا دی چې د ساینس او تخنکی په برخو کې یې د هیواد وړتیاوې لوړې شي او پر تېلو یې اتکا نوره هم کمه شي.

تراوسه د مریخ پر لور د نړیوالو فضایي ماموریتونو شاوخوا ۶۰ سلنه ناکام شوي، ځینې ستوربیړۍ غورځیدلې یا یې اور اخېستی یا هم د سیارو ترمنځ دغه پیچلي سفر ته په پام نه دي توانیدلي چې د مریخ په نازک اټوموسفېر کې داخلې او پر سطح یې کیني.

د متحده عربي اماراتو فضايي اداره تر ۲۱۱۷ م کال پورې د مریخ لپاره ستر پلانونه په پام کې لري.

د اماراتو لپاره دا سفر په ۲۰۰ ملیون ډالره تمام شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب