جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د سګرېټ پرېښودلو اسانه او ارزانه طریقه

د سګرېټ پرېښودلو اسانه او ارزانه طریقه

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۷) د سګرېټو څښول که له هرې خوا سره ګز کړو، بیا هم پایله همدا چې د انسان روغتیا او په بدن کې د سږو لپاره بیخي ډیر خطرناک دي.

زمونږ په ټولنه کې سګریټ ځکه ډير کارول کیږي، چې لاسرسی ورته اسانه او ارزانه دی. تاسې به په خپله شاوخوا کې حتمن داسې ډیر کسان لیدلي وي، چې وايي غواړم سګرېټ څښول پریږدم خو نه یې شم کولی، سردرد کیږم، وخت راباندې نه تیریږي، حوصله مې ورته ختمیږي او… شاید هر معتاد انسان د خپل عمل د پرېښودلو په وخت کې له دغسې ستونزې سره مخ شي، خو چاسره یې بیا حل لاره شته او له چاسره نه.

تازه د ترکيې هېواد يو اوسېدونکی چې İbrahim Yücel نومېده او ۴۲ کلن وو، ۲۵ کاله يې سګرېټ څښول په لسګونو ځلې يې د پرېښودلو هڅه وکړه خو ونشوه، اخر يې داسې‌ خولۍ ځانته جوړه کړه چې کلپ کېدله او کيلي يې خپلې مېرمنې ته ورکړه چې يوازې د ډوډۍ، څښاک او يا ډېر ضروري کار په وخت کې يې مېرمن په خپلو لاسونو کولپ خلاص کړي.

بالاخره يې هغسې وکړل او له څو مياشتو هڅو وروسته يې سګرېټ پرېښودل.

که ستاسې کوم ملګری سګرېټ څکوي او نشي کولای چې ځان ورڅخه خلاص کړي، نو همدا یا دې ته ورته له نورو لارو چارو دې ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب