Homeخبرونهد هرات والي: موږ تر ۲ زرو زیات وسایط د اور...

د هرات والي: موږ تر ۲ زرو زیات وسایط د اور له لمبو وژغورلی شوی

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۷) د هرات والي وایي دوی بریالي شوي چې شاوخوا ۸۵ سلنه وسایط د اسلام کلا ګمرک کې له اور وژغوري.

د هرات ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي عبدالوحید قتالي دغه څرګندونې نن په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د ښاغلي قتالي په خبره چې تر ۳۰۰ پورې موټرونه د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله سوځېدلي چې میلیونونه ډالر زیان یې اړولی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سره له دې دوی بریالي شوي چې شاوخوا ۸۵ سلنه موټر چې شمېر یې تر ۲ زره اوړي د اور له لمبو وژغورلی شوی.

په خبرپاڼه کې دغه دار د هرات د والي له قوله راغلي چې د هرات ولایت ټول تخنیکي او کشفي ټیمونه په سیمه کې دي او په هر اړخیزه توګه به دغه پېښه څېړي.

عبدالوحید قتالي وايي تر اوسه نه ده معلومه چې د پېښې اصلي لامل څه دی خو وخت پر وخت به د خپلو پلټنو معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

نوموړي د یران له همکاریو هم مننه وکړه چې د اور په مهارولو کې یې له افغان حکومت سره مرسته وکړه  او په دې توګه یې د لا ډېرو زیانونو مخنیوی وکړ.

د والي عبدالوحید په وینا د ګمرک چارې به ډېرې ژر پيل شي او په خبره یې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې له رامنځ ته شوی وضعیت ناسمه ګټه پورته کړي او یا د سوداګرو توکي او مالونه لوټ کړي.

بله خوا د یادې اورلګېدنې له امله یو شمېر زیانمن شویو سوداګرو له رسنیو سره په خبره کې ویلي چې دوی ته د دولت د څو تنو فاسدو مامورینو له لاسه په میلیونونه ډالرو زیان ور اوښتی دی.

د سوداګرو په خبره چې د اسلام کلا ګمرک مامورینو یې موټرونه په غیر قانوني توګه د یو څو روپو رشوت لپاره را ایسار کړي و.

سوداګرو د دغې اورلګېدنې او دوی ته د وراوښتي تاوان مسؤل دولت بللی او پر حکومت یې غږ کړی، چې باید د رامنځته شوې اور لګېدنې او ور اوښتي تاوان پور ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...