شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات کې د پاشدان بند څلور کارکوونکي بېرته خوشې شول

هرات کې د پاشدان بند څلور کارکوونکي بېرته خوشې شول

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۷) د هرات ولایت د پاشدان اوبو بند ۱۱ تنه برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ هغه یې بېرته خوشې شوي.

د پاشدان بند د پروژې مسؤل محمد عارف اڅکزي وايي، ۱۱ کارکوونکي یې پرون یکشنبه د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوي و چې تر اوسه د ۷ تنو هغو د برخلیک په هکله معلومات نه ‌لري.

د هرات ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

ددې ولایت د ولایتي شورا غړي وکیل احمد کرخي ویلي، د پاشدان بند دغه کارکوونکي د یوه کانال په کیندلو بوخت و چې وسله والو طالبانو برمته او د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ ته یې خپل پټنځای ته بېولي دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته په ۲۰ کیلو متري واټن کې پروت دی. ټاکل شوې تر درې میاشتو پورې دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو چارې هم پيل شي.

دغه بند د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او دوه مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د هرات – خوف رېل پټلۍ د ساتنې څلور ساتونکي هم په یوه وسله وال برید کې وژل شوي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب