پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه جنوبي وزیرستان کې ۹ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جنوبي وزیرستان کې ۹ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۷) د خیبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر موټریز کاروان چاودنه کې لږ تر لږه ۹ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي ویلي، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د جنوبي وزیرستان د واڼه په بایي سړک د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا چاودنه د ګزمې په موټر شوې ده چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یوه ویاند د چاودنې مسؤلیت پر غاړه اخیستې او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځیانو د ګڼ شمېر بریدونو مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...