جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل کندهار پر لویه لاره زرګونه مسافر بند پاتې دي

د کابل کندهار پر لویه لاره زرګونه مسافر بند پاتې دي

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۸) د کابل کندهار لویه لاره د باروړونکو موټرو چلوونکو له لورې تړل شوې او تر ۶۰ زره زیات مسافر پر دغه لاره بند پاتې دي.

له تېرو پنځلس ورځو راهیسې د لویو بار وړونکو موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړی و او له دولت یې غوښتنه کوله چې پر دغه لویه لاره دې له دوی غیري قانوني پیسې نه اخیستل کېږي خو د دوی په خبره دې کار کومه پایله ورنکړه چې دوی اړ شول دغه لویه لاره له پنځو ورځو راهیسي د ټولو مسافرو پر مخ وتړي.

په دغه لاره د لویو بسونو موټر چلوونکي وایي، چې ډېر زیات مسافر د لارې په منځ کې بند پاتې دي او دغه راز په ښارونو کې په تمه دي چې حرکت وکړي خو د لارې د بندېدو له کبله دوی ټول له پنځو ورځو راهیسې د لارې په اوږدو کې په هوټلونو کې پراته دي.

د یادونې ده چې د باروړونکو موټر چلوونکي له تېرو درېیو اوونیو راهیسې پر دغه لاره کاري اعتصاب کړی و چې پر لاره دې له دوی غیري قانوني پیسې نه اخیستل کېږي.

دغه راز څو ورځې وړاندې د هرات اسلام کلا ګمرک کې هغه موټر چې کاري اعتصاب یې کړی و د نامعلومو دلیلونو له کبله یې اور واخیست چې ګڼ مالي زیانونه یې ورته واړول د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې اور لګېدنه کې ۳۵۰ موټرونه سوځېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب