جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېسپیني خبرې او رښتیني واقعیتونه ستر جرمونه

سپیني خبرې او رښتیني واقعیتونه ستر جرمونه

بسم الله اکبري

بې ساري جنایتونه او زړه بوږنوونکي قباحتونه د اسلام تر پوښښ لاندې د افغان مسلمان ولس پرضد ورځ تر ورځې لازیات زور اخلي او د افغانانو له لویانو، ماشومانو، ښځینه او نارینه وو له سترګو یې خوب او ارام تښتولی دی. افغان ملت ناهیلی شوی او د طالب په جامه کې عام وژنه، ورانونه او لوټونه روانه او په ړندو هوایي بمباریو کې هم زیاترو کورنیو خپل ټول غړي او شته له لاسه ورکړي او په زرګونو، زرګونو کورنۍ لالهانده او سرګردانه د خپلو کورونو، کلیو او بانډو پریښودو ته اړشوي دي.

د واک او ځواک تر لاسه کولو لپاره د بې ګناه اوبې وزله افغان ولس عام وژنه رښتینی اسلامي عمل او جهاد دی؟ د اسلام تر چتر لاندې په سلګونو، سلګونو بیلا بیلې تر هګرې حرفوي ډلې ټپلې د انسان او انسانیت په وژنې بوختي دي او داسې ستر وحشتونه او مرګونه کوي چې په تیر پېر او تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوي.

 لعنت او نفرین په هغو شه چې د سولې، اخوت سپیڅلی اسلام دین یې په خپل سپیتانه او کرغیړنو کړنو په نړیواله کچه بدنام کړ چې ان په ځنګله کې ځناور یې د نوم په اوریدو لړزیږي. وایې چې د اروزګان په ولایت کې یو افغان شاه ځلمی سرتیری په ناڅاپه غلچکي برید کې د یوه طالب له خوا ووژل شو. ځوان سرتیری په ځمکه راپریووت او ورسره جوخت یې په جیب کې د موبایل تیلیفون زنګ پورته شو.

طالب تیلیفون پورته او له هغې خوا یې د یوې تنکی ماشومي نجلۍ غږ واورید چې ویل یې: پلارجانه سلام! څنګه یې ښه یې دا ځلې دې ځنډ کړ په کور کې د خوراک توکي نه شته او پیسې هم نه شته. ادې مې هم ناروغه ده. یوځل راشه چې یادیږې مې. طالب د سرباز د لور په غمجن غږ د آه، اه، وخ، وخ چيغي اونارې سورې له خولې پورته او په سوو کړیکو د سرباز په وینو لړلي سینه پریووت. په ژړا یې د وخ، وخ او اه، اه چيغو ځمکه او آسمان لړزول او بې له ډیله یې خپله په اوږه ایښی ټوپک په دواړو لاسونو په خورا قهر او پښتني غوسه په ځمکه وواهه ټوټې، ټوټې اومات یې کړ او لوړه یې وکړه چې بیا به خپل افغان ورور نه وژني. شهید سرتیری یې په مخ ښکل او د خپل کور په لور په داغلي او ټپي زړه لاړ. داسې پیښه په دویمه نړیواله جګړه کې هم په جرمني کې شوې وه.

د تودې جګړې په ډګر کې یوه سرتیري خپله وسله تر خاورو لاندې خښوله. یو چا ورته پام شو او ورته ويې ویل چې د جګړې په مهال ولې خپله وسله په ځمکه کې خښوې؟ سرتیري چې یې سترګې له اوښکو ډکې وې ځواب ورکړ د خپل بشري وجدان له مخې دا کار کوم او دا ځکه چې کله مې دا سرتیری وواژه د ده په جیب کې مې یو لیک پیدا کړ چې خپلې لور ورته لیکلي وو:

پلارجانه! ستا د روغتیا په هیله زما سلامونه ومنه. هغه شیبه چې له کوره روانیدې زه دې کلکه په غیږ کې ونیولم په بارخوګانو دې په مینه، مینه ښکل کړم. زما مورجانه دې هم ونازوله. خو مودې تیرې شوې چې احوال دې نه لرو. یوځل راشه. دا ځل به زه درنه یوه خوږه غیږه چاپیره کړم. خو پام کوه داځلې دې بیا د جګړې ډګر ته بیرته نه پریږدم.

هو! دا لامل دی چې دا لعنتي وسله مې خښه کړه. د افغان جګړي ښکیلوغاړو په تیره بیا د پاکستان په پنجابي خرو سپرو طالبانو ته مې د یوه افغان په توګه وړاندیز دی چې د افغانستان په څو زره کلن تاریخ کې د ملا او طالب پاچاهي نه ده تیره شوې. یوځل مو چې محمدظاهرشاه پاچا د بیرته راستنیدو په شعار د اسلامي امارت واکمني ترلاسه کړه هغه مو هم د بشریت په تاریخ کې تر ټولو بې شمېره نړیوالو ځواکونو په ټس او خونړي ناتار کې وبایلله او دا دی اوس هماغه بلوسګر دوښمن مو دوست دی چې په تیر یوه کال کې یې د یوه سرتیري وینه توی نه شوه خو په دې موده کې په هدفي، مقناطیسي مرګونو او خونړیو ناتارونو کې په زرګونو، زرګونو افغان مسمانان شهیدان شو او لا د خونړیو جنګونو او د افغانانو د وینو د تویولو دریغه، دریغه بوی راځي. اسلامي الصلح خیرته غاړه کیږدئ د پوتین، بجوه او اخوندانو نغوتي مه نغوږئ. او د سولي په ټینګښت آمین یا رب العالمین وویاست . ۱۳/۲/۲۰۲۱

3 COMMENTS

  1. داشغال سرتیری شهید او د آزادی مجاهد تروریست بولی، دا کوم منطق دی؟ که تاسی رښتیا افغان ځان بولی نو د جنګ هغه بل پلو ته هم پام کوه.
    چه دنور حکومت ته ځی سر به بایلی. دپښتنوالی دا متل به مو یاد وی.

  2. ملا ثباته،
    د آزادۍ مجاهد نه، د ترور، وحشت، دهشت، بد بختۍ، او انسانیت دښمن او د لعین شیطان مزدور او نماینده په دې فاني نړۍ کې. افغانان والله که ستا په نامه مجاهد او بد سترګي او شرمېدلي طرفداران یې د اشغال د سرتېري له سپي سره هم برابر کړي. پلورل شوی طالب او رټل شوي ملګري یې دې نړۍ ته ستر شرم او پېغور دي. تف لعنت د پر هغو ټولو کسانو وي چې انسان او افغان وژنه تائیدوي.

  3. والله که ستا په نامه مجاهد او بد سترګي او شرمېدلي طرفداران یې د اشغال د سرتېري له سپي سره هم برابر کړي. پلورل شوی طالب …
    شاباس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب