یکشنبه, مې 19, 2024
Home+محمدنبي هم د (پي ایس ایل) لوبو لپاره پاکستان ته لاړ

محمدنبي هم د (پي ایس ایل) لوبو لپاره پاکستان ته لاړ

تاند ( سه شنبه، ددلوې ۲۸) د افغانستان  دکرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى محمد نبي عیسی خېل هم د پاکستان په سوپر ليګ کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته لاړ.

نبي وروستى افغان لوبغاړى دى چې پاکستان ته روان شوى، تر هغه مخکې نور څلور لوبغاړي هم پاکستان ته رسېدلي دي.

نوموړي د پي اېس اېل په لوبو کې له کراچۍ کنګز لوبډلې سره لوبېږي.

محمدنبي تازه په ټويټر کې هم خپل يو عکس خپور کړى دى چې په الوتکه کې ناست  دی.

د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه په کراچۍ کې پيلېږي.

په یاد لیګ کې محمد نبي له کراچۍ کنګز ، راشد خان د لاهور قلندرز، مجيب الرحمن د پېښور زلمي، قېس احمد د کوټې ګليډيټرز او نور احمد لکڼوال هم د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب