شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد زرداري لخوا یو شمېر پښتنو ته د پاکستان د ملي جایزو...

د زرداري لخوا یو شمېر پښتنو ته د پاکستان د ملي جایزو ورکړه

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري شاوخوا ۴ سوو کسانو ته، چې د بېلابېلو برخو مخکښان دي؛ د پاکستان ملي جایزې ورکړي.

په دغو کسانو کې د پاکستان تر ولکې لاندې پښتونخوا او بلوچستان کې یو شمېر استوګن پښتانه فرهنګیان هم شامل دي.

د ډرامو په لوبغاړو کې عجب ګل او عشرت عباس، په شاعرانو کې پروفسیور اسیر منګل، په سندرغاړو کې همایون خان او رباب غږوونکو کې ګل خېل له دغو جایزو څخه برخمن شوي کسان دي.

د بلوچستان مشهور پښتون څېړونکي عبدالکریم بریالي نوم هم د یادو جایزو په ترلاسه کوونکو کې یاد شوی.

د پاکستان دغه جایزې تقریباً هر کال وېشل کیږي.

د دغو جایزو د ورکړې لپاره یو مهم معیار د پښتنو ملتپالو په باور دا دی، چې جایزه اخیستونکي باید د پاکستان د ګټو لپاره په خپلو فرهنګي فعالیتونو کې کار وکړي.

2 COMMENTS

  1. howmany hundreeds pukhtoons@balooch are in jails/
    how many pukhtoons are missing. how many pukhtoons are killing.
    unemployee and home less/poverty are out standing
    why do not give human rights to pukhtoons.no education for pukhtoons,
    PUKHTOONS SPEND THEIRE LIFE IN MIDDLE EAST, FOR HARD WORK./
    PUKHTOONS ARE ONLY CHAUKIDAR IN SEND&PUNJAAB
    PUKHTOONS MUST GET FREEDOM FROM PAKISTANI ESTABLISHMENT
    PUKHTOONS NEED TO BECOME UNITED.FOR FREEDOM/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب