شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد واکمن رژیم لخوا د نشه یي توکو د ۱۲ نیم...

د واکمن رژیم لخوا د نشه یي توکو د ۱۲ نیم سوه کارخانو ختمولو ادعا

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) د طالبانو واکمن رژیم وایي، چې له بیا واکمنیدو راهیسې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱۲ نیم سوو پورې د نشه یي توکیو کارخانې له منځه وړې دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لپاره د طالبانو یوه مقام حسیب الله احمدي و ویل: “د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۲۵۰ په شاوخوا کې د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د پروسس کارخونې تخریب شوې دي او همداراز په هېواد کې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار پر وړاندې جدي مبارزه دوام لري.”

هغه زیاتوي، چې د نشه یي توکیو پر وړاندې مبارزې ته د دوی رژیم ژمن دی او په جدي او قاطعانه ډول به ګامونه واخلي.

طالب چارواکو نه دي مشخص کړي، چې ډېرې له منځه وړل شوې دغه کارخانې په کومو ولایتونو کې وې.

د راپورونو له مخې، د نشه یي توکیو کارخانې تر او کښت تر بل هر ځای د افغانستان په هغو سیمو کې فعالې وې، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې د دوی تر ولکې لاندې وو.

یو شمېر څارونکي د نشه یی توکیو پر وړاندې د طالبانو لاسته راوړنې ستایي، خو زیاتوي چې د دوی رژیم د رسمیت نه لرلو له امله نه دی توانیدلی چې له نړیوالو څخه د افغان کروندګرو لپاره د بدیل معیشیت پروژې او مرستې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب