شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د نورستان اسطورې، ۱۳ برخه

د نورستان اسطورې، ۱۳ برخه

د ماندي (موني) په وسيله د لمر او سپوږمۍ ازادول

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

مخکې دره تياره وه ([1]) لمر او سپوږمۍ لا په اسمان کې نه وو او ديو هغه په يو سوري (مغاره) يا کور کې چې وروسته هلته د پرونز کلی تاسيس شو ساتلي وه. ماندي رب النوع د يو ځوان په قيافه کې د يوښ (ديو) کلي ته ولاړ د هغې او د هغه د مور باور يې تر لاسه کړ، ديو هغه ته اجازه ورکړه چې هر لوري ته وګرځي خو د يوې ټاکلې دروازې له لمس کولو يې هغه منع کړ.

کله چې يوښ په کور کې نه وه ماندي هغه دروازه لږه خلاصه کړه او خپل لاس يې د هغه په سوري کېښود د هغه ګوته له سرو زرو شوه، سره زر يې له ګوتې څخه نه پاکیدل ماندي به دې بهانه چې ګوته يې زخمي شوی خپله ګوته په يوه ټوټه کې پټه کړه.

په بله ورځ يې دروازه لږه ډېره خلاصه کړه او خپله مټه يې په هغه کې دننه کړه. مټه يې هم د سرو زرو شوه، په پایله کې کله چې ديو په کور کې نه وه ماندي منعه شوی دروازه په زور خلاصه کړه او په داسې حال کې چې روښنايی يې سترګې خيره کولې، د خونې په منځ کې یې يو ابشار وليد چې ښې لوری ته يې لمر او چپ لوري ته يې سپوږمۍ وه.

ماندي په روښانه طلايي اوبو کې ولمبل، او بیا يې لمر په اوږه او سپوږمۍ په چپه اوږه کېښوده او په داسې حال کې چې په يو تور اسپ سپور وه د ديو له کوره ووته .

تياره دره يو ځل روښانه شوه، او بیا د هغه خنجر په وسيله چې هغه يې په قات شوي ډول د اسپ په غوږ کې موندلی وه ديو او د هغه مور يې له يوې اوږدې جګړې وروسته ووژل.

ماندي څه موده چې لمر او سپوږمۍ يې هم په اوږه وه د برونز کلي ته نږدې پاتې شو.

مارا ( يمرا) رب النوع د کشتکي([2]) له کلي راغي او ويې ويل: که ته لمر او سپوږمۍ د تل لپاره له ځان سره وساتې نو هغه خلک به چې زه يې په دره کې پيدا کوم په تاريکي څه کوي؟ پريږده چې هغه اسمان ته يوسم تر څو ټولو خلک د هغې له روښنايي او ګرمۍ څخه ګټه پورته کړي.

ماندي ومنله او مارا لمر او سپوږمۍ اسمان ته يوړل او امر يې وکړ چې وګرځي. او ويې ويل لمر دې د ورځې لپاره وي تر څو خلک ځانونه ګرم کړي او سپوږمۍ دې د شپې لپاره وي تر څو ديوان ځانونه ګرم کړي.([3])

۶ – د ديوانو لخوا د لمر او سپوږمۍ پټول

يمرا موني له خپل نفس څخه په داسې شرایطو کې خلق کړ چې ټوله نړۍ په يوښ ( ديوانو) څخه ډکه وه، موني يې له ټولو مخلوقاتو ان له فرښتو پټ وساته په هغه وخت کې د ديوانو يوې ډېرې پياوړې کورنۍ ژوند کوه او د دې کورنۍ د مشر نو لازورو lazoro وه.

هغوې له يمرا سره سختې نښتې ترسره کړې وی او هغوې دومره پياوړي وه چې ان لمر او سپوږمۍ يې تسخير کړه.

يمرا موني ته دنده ورکړه چې پيدا کړي چې ديوانو لمر او سپوږمۍ چېرته بنديان کړي دي، موني په يوازې ډول پلټنه پيل کړه. د هغې هڅو ډېرې ورځې ونيولي او په پايله کې موني په يو ځنګل کې له شپږ ديوانو سره مخ شو، په هغه ځای کې د لرګي يوه لويه کنده وه. موني په کونده کې يو درز رامنځته کړ او شپږ ديوانو ته يې وويل چې خپل لاسونه په هغې کې کېدي، بيا يې د لرګي د کندې دواړه خواوې سره نږدې کړې د ديوانو لاسونه يې په هغې کې بند کړل تر هغې چې شپږ ديوان مړه شول.

دې ديوانو د بدي لوک BADILUK په نوم يوه هوښياره مور درلوده، هغه لومړنۍ مېرمن وه چې د اوبو ژرنده يې رامنځته کړې وه. يادې مېرمنې تل په هغه ژرنده کې ژوند کوه. کله چې دا مېرمن له موني سره مخ شوه له موني يې حمله وکړه. موني هڅه کوله چې د ديوانو د مور غوصه کمه کړي او له هغې بخښنه وغواړي. موني د ديوانو مور ته يو کوچنی جک ډالۍ کړ. د دې جک جادويي ځانګړنه دا وه چې هر څومره شيدې به پکې اچول کېدې نه به ډکېده. موني بدي لوک مېرمنې ته وويل: په ټولې نړۍ وګرځېدم او ډېر فکر مې وکړ تر څو پوه شم چې لمر او سپوږمۍ چېرته پټ شوي دي.

بدي لوک وويل: همدلته د ديوانو په يو لويه کورنۍ کې چې د ديزانو DIZANO په نوم ياديږي او په هوا کې ژوند کوي پټ دي، د هغوې قلعه په يو نري وريښمين تار چې په سترګو نه ليدل کېږي له ځمکې سره تړل شوی ده.

موني يو اهنګر ورور درلود چې فولادي غشي يې جوړول، موني غشي واخيستل او د سوچه sucha (۱[4]) مراسمو په ترسره کولو يې هغه پاک او مطهر کړل، موني د خپل ورور په لاس د جوړ شو غشو په لومړي ګذار سره نا ښکاريدونکی پړۍ د هدف لاندې ونيو، په دوهم وار سره پړی پرې شو او قلعه په ځمکه وغورځېده خو د هغه ويرې له امله چې د هغه ملګری شوې وه ويې نشو کولای لمر او سپوږمۍ پيدا کړي.

له ناچارې يې بیا تجسس ( جاسوسي – پلټنه) پيل کړه چې بالاخره يې د اووه ديوانو کور ته لاړه، هغوې ټول ښکار ته تللي وه موني د اووه ديوان له مور څخه هيله وکړه تر څو هغه ته پناه ورکړي ځکه دې انديښنه درلوده چې هسې د دې بچي هغه وخوري، موني ژمنه وکړه چې د کور په کارونو کې به له هغې سره مرسته کوي.

د ديوانو مور له هغوي وغوښتل تر څو د مونې د پاتې کېدلو سره موافقه وکړي. د ديوانو کورنۍ موني ته وويل: چې له يو شمير دروازو ته به لاس نه ور وړي. کله چې موني د ديوانو له مور سره صميمي شو د هغې د کور د يو شمېر اسرارو (رازونو) پوښتنه يې وکړه. مېرمنې وويل: چې لمر او سپوږمۍ په همدې کور کې پټ کړل شوي دي. که دروازه خلاصه شي نو هغوې به پرواز وکړي او بېرته به اسمان ته ولاړ شي.

يوه ورځ چې ټول له کور بهر تللي وه هغه خپله ګوته د هماغې دروازې په سوري کېښوده. ګوته يې د سرو زرو شوه، هغه خپله ګوته وتړله تر څو رسوا نشي، د ديوانو د پوښتنو په ځواب کې يې وويل چې ګوته يې زخمي شوې ده.

د ديوانو مور او بچيانو يې هغه تېږه ټوټه ټوته کړه چې فکر يې کوه د موني ګوته پرې زخمي شوې ده.

موني يو ګوټ تار او يو څو ستنې په کور کې وموندلې او پوه شو چې دا تار او ستنې جادويي رازونه لري او د اړتيا پر مهال دا ستنې په يو لوی ځنګ او دا تار په يو پياوړي او قوي ديوال بدليدای شي. چې هېڅوک نشي کولای هغه تخريب يا زيانمن کړي. يو وخت چې د ديو ټول ورونه ښکار ته تللي وه موني دروازه په لغته ووهله ماته يې کړه او په يوه لحضه کې لمر او سپوږمۍ اسمان ته ورسيدل او نړۍ بیا ځلې روښانه شوه. موني د ديو د اووه ورونو له کوره وتختيده، ديوانو چې کله نړۍ روښانه وليده حيران شول او د موني څارل يې پيل کړل، موني د ستنو بنډل وغورځوه چې په يو ځنګل بدل شو. ديوانو ټولې ونې پرې کړې او په موني پسې شول دا ځل موني د تار ګوټ- غوټه وغورځوله چې په يو حايل او قوي ديوال بدل شو. ديوانو خپلې ټولې هڅې وکړې خو د ديوال په ماتولو بريالي نه شول په دې ډول موني په تېخته بريالی شو او خپل برخليک ته ورسيد.

يمرا له موني څخه ډېر خوښ شو او هغه ته يې يو لوی وياړ وبخښه، له هغې وروسته ديوان هېڅکله بريالي نه شول چې لمر او سپوږمۍ په لومه کې واچوي.([5])

[1] الماني څېړونکي جورج بودروس G.BUDDRUSS ليکلي: دا او د نورستان يو شمېر نورې اسطورې د تاريخ څخه وړاندې افسانو په نوم مشهورې دي، ځکه د پرسون کيسې د نړۍ د رامنځته کېدو په اړه څه نه وايي او داسې فکر کېږي چې نړۍ د تل لپاره شتون درلود. دا کيسې د نړۍ د لومړي دورې د پيښو په اړه خبرې کوي. يعنې هغه مهال چې انسان لا نه وه خلق شوی ، او پرسونګل د نړۍ د درې به معنا وه چې يوازې خدايانو او ديوانو پکې ژوند کوه، هغه مهال مارا (يمرا) او ماندي ( موني) د انسانانو د خلق په فکر کې شول. اساطير وايی چې د دې خدايانو موخه ژوند ته د دې درې اماده کول وه. په دې افسانو کې بیان شوي چې خدايانو څرنګه د يخ د خدای واک ژمي ته محدود کړ او څه ډول يې درې ته اوبه او روښنايي راوړله. او څه ډول یې زراعتي توکي جوړ کړل؟

Cultures of the hindu kush, Wiesbaden, 1970,p31. معتمدي، ص۱۵۰

[2] دا چې د يمرا عبادتځای په همدې کلي کې وه نو په له همدې امله د يمرا د اوسيدو ځای هم همدا سيمه ګڼل کېږي.

[3] مذهب قديم نورستان، ص ۱۵۱

[4] سوچه چې وروسته په such سوچ بدل شو په پهلوي او فارسي کې د سوځېدو په معنی دی او په سانسکريت sukra کې د روښنايئ په معنا دی، پور داود ګاثا ها ،ص ۶۶

[5] ریشه های تاريخي و فرهنګي نورستان، ص ۲۴۳

د نورستان اسطورې، ۱۲ برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب